د لاس رسي وړ اتصالات

د جاسوسۍ لپاره د شمالي کوریا د سپوږمکۍ د توغولو هڅه ناکامه شوې ده


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون (ارشیف)
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون (ارشیف)

د شمالي کوریا رسنیو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱(جوزا ۱۰) ویلي، چې د دغه هیواد یو توغندی، چې سپوږمکۍ یې لیږدوله د توغولو په دوییم پړاو کې د فني ستونزوله امله په دریاب کې پریوتی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د راپور له مخې د ''چولیما-۱'' په نوم سپوږمکۍ د توغولو په دوییم پړاو کې په ماشین کې د تخنیکي ستونزو له امله د خپل حرکت قوت له لاسه ورکړی او پریوتې ده.

دا په اتومي وسلو د سمبالې سپوږمکۍ د توغولو شپږمه هڅه وه، چې د ۲۰۱۶ کال راپه دې خوا په لومړی ځل د سپوږمکۍ لیږدونکی توغندی د توغولو لپاره په شمالي کوریا کې ترسره شوه. ټاکل شوې وه، چې توغندی به د شمالي کوریا د جاسوسۍ لومړنۍ سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای په ځای کړي.

ددغه توغندي د توغولو ناکامه هڅه ددې سبب شوه، چې په جنوبي کوریا او د جاپان په ځینو برخو کې د خطر زنګونه ووهل شي. خو د خطرد زنګ اواز د لنډې مودې وروسته چپ شو او د خطر او یاهم د احتمالي زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس د هوايي برید د خطر زنګ په سیمه ییز وخت شپږ نیمې بجې د جنوبي کوریا په پایتخت سیول کې واوریدل شواو د ښار له اوسیدونکو وغوښتل شو، چې د ښار څخه د احتمالي تخلیې لپاره چمتو شي.

خو د دې خپر د خپریدو وروسته د فرانس پرس خبري اژانس د جنوبي کوریا د چارواکو له قوله ویلي،چې د ښار د تخلیې امر په تیروتنې اعلان شوی و.

ددې دمخه شمالي کوریا ویلي و، چې د جاسوسۍ خپله لومړۍ سپوږمکۍ د مۍ د ۳۱ او جون تر ۱۱ پورې فضا ته توغوي او د دغې سپوږمکۍ له لارې به د امریکا متحده ایالاتو پوځي فعالیتونه وڅاري.

د بلې خوا جاپان د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا د سپوږمکۍ د توغولو په غبرګون کې ویلي، چې د بالستیک توغندیو خپل سیستم یې د تیارسۍ په حالت کې درولی اوکه توغندي یې قلمرو وګواښوي هغه به له منځه یوسي.

د اپریل په ۱۸ د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی و، چې ددغه هیواد مشر کیم جونګ اون،‌ ویلي و، چې د جاسوسۍ د لومړنۍ سپوږمکۍ د جوړولو کار بشپړ شوی او د پیونګ یانګ چارواکو ته یې امر کړی، چې د ترتیب شوي پلان له مخې سپوږمکۍ وتوغوي.

همداشان د شمالي کوریا مشر ویلي و، چې هیواد یې باید د جاسوسۍ څو سپوږمکۍ وتوغوي ترڅو د پیونګ یانګ د استخباراتي معلوماتو ټولولو بهیر پیاوړی شي.
همدارنګه کیم جونګ اون د امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا په دې تورن کړي و، چې د خپل یووالي د پیاوړي کیدو لپاره یې د دښمنۍ ډک پوځي تمرینونه پراخه کړي دي.

د شمالي کوریا مشر د امریکا په دې تورنه کړې، چې جنوبي کوریا په "پرمختللي تهاجمي اډې" باندې بدلوي.

د کیم جونګ اون د وینا له مخې د امریکا متحده ایالاتو د الوتکو او د بم غورځوونکوالوتکو لیږدونکي کشتیو په ګډون، چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري پرمختللې وسلې جنوبي کوریا ته استولې دي.

XS
SM
MD
LG