د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا کې د پرواز په وخت د الوتکې د دروازې پرانیستونکی د ۱۰ کلن بند سره مخ دی


په جنوبي کوریا کې د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي اوومه) یو تن له دې کبله ونیول شو چې د پرواز په وخت کې یې د الوتکې دروازه پرانیسې وه. نوموړی د هوانوردۍ د مصونیت د قانون د ماتولو له کبله د لس کاله زندان سزا سره مخامخ دی.

د پولیسو په وینا، په لومړنیو تحقیقاتو کې دغه ۳۳ کلن کس څارنوالانو ته ویلي چې هغه د نفس تنګۍ احساس کاوه او غوښتل یې چې ژر تر ژره له الوتکې څخه ووځي.

د جمعې په ورځ، ۱۲ کسان وروسته له هغه سطحي ژوبل شول کله چې دغه سړي د اسیانا هوايي شرکت د ایربس مسافر وړونکې الوتکې ایمرجنسي دروازه د پرواز په وخت کې خلاصه کړه. عیني شاهدانو وویل چې له باندې څخه د الوتکې داخل ته د باد ننوتلو ګڼ مسافر ووېرول.

د اسیانا شرکت چارواکو وویل چې په نورمال حالت کې، د الوتکې دننه او بهر د هوا د فشار د توپیر له امله د الوتنې په وخت کې د الوتکې د دروازې پرانیستل امکان نلري، خو د جمعې د ورځې د پېښې په ترڅ کې، دا سړی ښايي له دې کبله د دروازې په خلاصولو توانېدلی وي چې الوتکې ناستې ته د تیاري دپاره په ټیټه ارتفاع کې الوتنه کوله او د الوتکې د داخلي او بیرون په فشارونو کې ډېر توپیر نه و.

د ترانسپورت وزارت وویل چې دا الوتکه له ځمکې ۲۱۳ متره لوړه وه چې دغه سړي یې ایمرجنسي دروازه پرانیستله. په الوتکه کې ۲۰۰ کسانو سپاره وو. د پېښې له کبله د الوتکې یو شمېر مسافر د سطحي ټپي کېدو له کبله روغتون ته یوړل شوي دي. د زیاتره کسانو مشکل تنفسي ښودل شوی دی.

د پولیسو په وینا، د لي په نامه نیول شوي کس ورته ویلي چې په دې وروستیو کې د خپلې دندې له لاسه ورکولو وروسته تر فشار لاندې و، د پرواز په وخت کې یې د نفس تنګۍ احساس کاوه او غوښتل یې چې ژر تر ژره له الوتکې څخه ووځي.

د اسیانا شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي چې له دې پېښې وروسته، سر له یکشنبې یې په خپلو ایربس مسافر وړونکو الوتکو کې د ایمرجنسي دروازو ترڅنګ د څوکیو پلورل بند کړي دي. د شرکت د مقاماتو په خبره، لي د ایمرجنسي دروازې څنګ ته ناست و.

XS
SM
MD
LG