د شمالي کوریا دولتي رسنیو د جمعې په ورځ سپتمبر اتمه (وږي ۱۷) راپور ورکړ چې ددې هیواد لومړني "تاکتیکي اټومي بریدګر اوبتل" ماموریت پیل کړ، خو د سویلي کوریا پوځ ویلي ښایي دا کښتۍ د استفادې وړ نه وي.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس KCNA په وینا ددې هیواد مشر کیم جونګ اون د چهارشنبې په ورځ ددې اوبتل د پرانستې په مراسمو کې وویل چې دا اوبتل"په اټومي وسلو باندې د سمندري ځواکونو د سمبالولو په وړاندې د هڅو" یوه برخه ده.
په دولتي رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه کیم جونګ اون، ښیي چې اوبتل ته نږدې له سیلانیانو سره خبرې کوي.
اژانس ویلي چې ۸۴۱ نمبر لرونکی اوبتل د هیرو کیم کون اوک، په نوم نومول شوی چې ددې هیواد د سمندري ځواک د پیاوړتیا په لور نوی فصل دی.
ددې اوبتل د پرانسې په مراسمو کې، کیم جونګ اون، وویل چې دا اوبتل "د کوریا د دموکراتیک جمهوریت د سمندري ځواک تر اوبو لاندې د برید یوه اصلي وسیله ده". کیم وویل، شمالي کوریا به خپل موجود اوبتلونه په اتومي وسلو سمبال بریدګرو کښتیو واړوي.
خو دا پداسې حال کې دي چې د جنوبي کوریا پوځ وایي د پیونګ یانګ ادعاوې دومره مهمې نديږ د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز فرانس پرس اژانس ته وویل: "زمونږ لومړنۍ ارزونه دا ده چې داسې نه ښکاري چې دا دې د عملیاتو وړ وي."
شمالي کوريا سږ کال د ريکارډ په کچه وسلې ازمایلي دي خو تېره مياشت د دوهم ځل لپاره په خپله هڅه کې هم ناکامه شوه چې يوه جاسوسي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
سیول او واشنګټن د شمالي کوریا د پوځي فعالیتونو په غبرګون کې دفاعي همکارۍ زیاتې کړې او د پرمختللو جټ الوتکو او د متحده ایالاتو د ستراتیژیکو شتمنیو په کارولو سره یې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي او همداشان د جاپان سره یې ګډ سمندري تمرینونه هم کړي دي.
فورم \ دبحث خونه