د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د مشر خبرداری: که وګواښل شو اتومي وسله کاروو


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون شنبه اپریل ۳۰ (غوایي۱۰) خبرداری ورکړی که وګواښل شي د مخنیونې د اقدام په توګه به د اتومي وسلو څخه کار واخلي.

د شمالي کوریا سرکاري خبري اژانس ویلي چې ښاغلي کیم په اتومي وسلو د سمبال پوځ پرمختګ ورکولو لپاره "ټینګه اراده" څرګنده کړه او دا یې هم وویل چې دا کار پدې خاطر کوي چې د ټولو خطرناکو کوښښونو او ګواښنې د اقداماتو چاره په بشپړه توګه مخکې د مخکې وشې او ماته ورکړل شي.

د شمالي کوریا مشر دا څرګندونې په پایتخت پیونګ یانګ کې د نظامي مشرانو د هڅونې په مراسمو کې کړي چې د سترو نظامي رسم ګذشتونو په خاطر یې د هغوي نه مننه کوله.

کیم جونګ اون پخپلو خبرو کې د کوم هیواد نوم وانخیست چې ښایي شمالي کوریا وګواښي.

د شمالي کوریا پوځ په نظامي رسم ګذشت کې تر ټولو سترې اتومي وسلې نندارې ته وړاندې کړلې. پدې وسلو کې هغه بین القاروي بلاستیک توغندي هم شامل و چې ښایي د متحده ایالاتو تر خاورې د رسیدو وړتیا ولري.

شمالي کوریا پدې رسم ګذشت کې همدارنګه ګڼ شمیر د لنډ واټن توغندي هم وښودل چې د موټرو او په سمندر کې د اوبتلونو څخه واریدی شي او ګاونډیو هیوادونو جنوبي کوریا او جاپان ته خطر پیښولی شي.

کیم جونګ اون په مراسمو کې چې زرګونه سرتیري او عامو خلکو یې ننداره کوله ژمنه وکړله چې د هیواد اتومي ځواک به "د امکان تر حده په چټکه توګه پراخ کاندي" او تر څنګ یې دا خبرداری هم ورکړل که وپارول شي، د دې ځواک څخه به کار هم واخلي.

د شمالي کوریا مشر پخپلو خبرو کې وویل چې د اتومي وسلو څخه هیڅکله د مخنیوي د ماموریت لپاره کار وانخلي بلکې زیاته یې کړه چیرته د دې هیواد اساسي ګټو ته د بهر څخه کوم خطر متوجه شي، ترې کار به واخلي.

د شمالي کوریا د مشر د څرګندونو څځه داسې بریښي چې هغه به په واشنګټن او ګاونډي هیواد جنوبي کوریا د فشار راوړلو لپاره د توغندیو او نورو درنو وسلو پاروونکي آزمایښتونه جاري وساتي.

کیم جونګ اون دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې په جنوبي کوریا کې بله میاشت نوی محافظه کار حکومت خپل کار پیل کړي او ګمان کیږي چې د شمالي کوریا سره به یې چلند د مخکني لیبرال جمهور رئیس مون جي ان بر خلاف یو څه سخت وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وایي چې په هغو راپورونو خبر دي چې ښایي شمالي کوریا اتومي وسلې وآزمایي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جلینان پورټر وویل چې د شمالي کوریا دا اقدام به سیمه په ژوره توګه بې ثباته کړي او د اتومي وسلو د نه خپرولو نړیوالې هڅې به زیانمنې کړي.

XS
SM
MD
LG