د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا نوی بین القاروي توغندی آزمایلی چې جامد سون مواد خوري


د شمالي کوریا مشر دا آزمایښت معجزانه بری بللی.
د شمالي کوریا مشر دا آزمایښت معجزانه بری بللی.

شمالي کوریا وایي داسې نوی بین القاروي بالستیک توغندی آزمایلی چې جامد سون مواد خوري.

که د شمالي کوریا دا ادعا ریښتیا ثابته شي، د دې وسلو موجودیت پیونګ یانګ ته دا وړتیا ورکوي چې په چټکۍ او له وړاند وینې پرته داسې توغندي وار کړي چې متحده ایالات په نښه کولی شي.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د دې هیواد مشر کیم جونګ اون پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) د Hwasong-۱۸ توغندي آزمایښت ولید. په راپور کې ویل شوي چې دا توغندي د اتومي برید ځواب ویلو او بریدونو مخنیوي لپاره د شمالي کوریا ستراتیژیک چمتوالی لا بهتره کوي.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې ښاغلي کیم پدې آزمایښت خوښي څرګنده کړې او دا یې "معجزانه بری" وباله.

د KCNA خبري اژانس په راپور کې د کیم جونګ اونګ له قوله لیکل شوي چې تر دې وروسته به د هیواد دښمنان د بې حده وارخطایۍ او ډار سره مخ شي او هغوي به د غلط انتخاب له کبله پښیمانه شي".

په راپور کې دا ندي ویل شوي چې د شمالي کوریا د مشر هدف کوم هیواد / هیوادونه وو خو پیونګ یانګ تل د جنوبي کوریا، متحده ایالاتو او جاپان په ملګرتیا انتقاد کوي او د همدې هیوادونو د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې توغندي آزمایي.

شمالي کوریا د پخوا راهیسې کوښښ کاوه داسې بین القاروي توغندي جوړ کړي چې جامد سون مواد خوري ځکه داسې نظر موجود دی چې د متحده ایالاتو په ګډون د شمالي کوریا رقیبو هیوادونو لپاره د دې ډول توغنديو کشف او شنډول ګران دي.

شمالي کوریا تر دې وړاندې درې ځله د بین القاوري توغندیو آزمایښتونه کړي و خو په هغو ټولو کې اوبلن سون مواد کاریدل. پدې پروسې کې باید مواد په توغنندي کې ځای پر ځای شي چې ساعتونه وخت نیسي او د دې کار لپاره باید د د داسې پرمختللو وسایلو څخه کار واخیستل شي چې د هوایي فضا څخه په آسانۍ لیدل کیدی شي.

خو بر عکس هغه توغندي چې جامد سون مواد خوري، مخکې له مخکې له سون موادو ډک شوي وي او بله دا چې جامد سون مواد ډیر ثابت وي او د جګړې پر وخت له یو ځای څخه بل ځای ته د دې توغندیو لیږد آسان وي.

د شمالي کوریا په مطبوعاتو کې د دې توغندي په هکله ډیر لږ تخنیکي جزیات ورکړل شوي او دا هم پکې ندي ویل شوي چې څومره واټن وهلی شي.

خو د سیول په پوهنتون کې د شمالي کوریا د مطالعاتو پروفیسر کیم ډونګ یوب وایي داسې ښکاري چې دا د توغندي د جوړولو ابتدایي آزمایښت وي او ښایي په راتلونکې کې شمالي کوریا داسې نور ډیر توغندي وآزمایي.

دا پروفیسر وړاندې وایي چې د دې توغندي د جوړولو پروسه خورا چټکه ده او زیاتوي چې د پنجشنبې د ورځې آزمایښت د شک پرته یوه کامیابي وه.

د جنوبي کوریا پوځي چارواکو هم په محلي وخت پنجشنبه ویلي چې د نوي توغندي آزمایښت یې کشف کړی او ویلي یې دي ښایي داسې توغندی وي چې جامد سون مواد خوري. پوځ ویلي چې توغندی تقریباً ۱۰۰۰ زره کیلو مټره هوا ته تر پورته کیدو وروسته د کوریا او جاپان تر منځ په بحر کې ولویده.

متحده ایالاتو د شمالي کوریا د توغندي دا آزمایښت په سختو ټکو غندلی. د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا آزماښت " بې ځایه جنجالونه پیدا کوي او په سیمې کې امنیتي وضعیت بې ثباته کوي".

په اعلامیې کې ویل شوي چې د " دپلوماسۍ لپاره دروازه نده بنده خو پیونګ یانګ باید په سمدستي توګه خپل بې ثباته کوونکې کړنې پریږدي او دپلوماتیکي تعامل دې انتخاب کړي".

شمالي کوریا په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰ توغندي وآزمایل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډیر توغندي نه و آزمایلي. شمالي کوریا تیر کال د نومبر د میاشتې په پیل کړې په یوه ورځ ۲۳ توغندي وتوغول.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال راپدیخوا شپږ ځله د اتومي وسلو آزمایښت کړی او امریکا او جنوبي کوریا دواړو خبرداری ورکړی چې دا هیواد د اتومي وسلو بل آزمایښت لپاره بشپړ چمتوالی لري

XS
SM
MD
LG