د لاس رسي وړ اتصالات

د اوسلو غونډې ته د افغانستان د یو شمېر دپلوماتیکو استازولیو هیلې


د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه د "طالبانو د حکومت د مشروعیت یا په رسمیت پیژندلو" لپاره نده.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه د "طالبانو د حکومت د مشروعیت یا په رسمیت پیژندلو" لپاره نده.

د ناروې مرکز اوسلو کې د افغانستان په اړه د غونډې جوړېدو سره هم مهاله، د دغه هیواد یو شمېر دپلوماتیکو نمایندګیو په یوې اعلامیې کې هیله ښودلې چې طالبان د بشري حقونو مراعتولو او ټول شموله حکومت جوړېدو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دغه ناسته ټاکل شوې نن یکشنبه جنورۍ ۲۳ (سلواغې دریمه) د ناروې په کوربتوب د دوو ورځو لپاره تر سره شي.دغه غونډې ته له افغانستان څخه د طالب استازو سربیره د ښځو، مدني ټولنو او رسنیو استازي بلل شوي.

د افغانستان د تیر حکومت د پلوماتیکو استازولیو د ناروې حکومت د اعلامیې هر کلی کړی چې ویلي دي دا غونډه د طالبانو د رسمیت پيژندلو په معنی نه ده.دوی ویلي چې د بشري حقونو د رعایتولو لپاره باید پر طالبانو زیات فشار راوړل شي.

په اعلامیه کې راغلي:"موږ هیله مند یو او تمه لرو چې د اسلو په غونډه کې دا ډاډ تر لاسه شي چې طالبان په بېلابېلو برخو لکه، بشري حقوق، د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدو برخه کې یو پراخ سیاسي توافق ته رسېدو او په ځانګړي ډول د خپلو حقوقو غوښتلو په اړه د خلکو پر غوښتنې باندې عمل وکړي."

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په اړه دغه ناسته پر داسې مهال تر سره کیږي چې دغه هیواد له سخت بشري بحران سره مخ دی او خلک یې په ناهیلۍ کې ژوند کوي.

دغه استازولیو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد نیمايي نفوس له لوږې او قحطۍ سره مخ دی او اوسېدونکو یې د بیان ازادۍ، تعلیم او ځینو نورو اساسي حقوقو څخه محروم دي.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت څخه د پنځو میاشتو په تېرېدو سره د دغه ډلې حکومت د هیڅ هیواد لخوا څخه په رسمیت نه دی پيژندل شوی. اوس مهال د افغانستان یو شمېر سیاسي استازولۍ د تیر حکومت د ډپلوماتانو لخوا پر مخ وړل کیږي.

تیره ورځ د امیر خان متقي په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغانستان په اړه د ناروې غونډه کې د ګډون لپاره اسلو ته ورسېد. ټاکل شوې یاد طالب پلاوی د ناروې له چارواکو او د هغوی له متحدینو سره خبرې وکړي.

د طالبان د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته وویل چې یاد طالب پلاوی به له اروپايي او امریکايي استازو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه چې یاد پلاوی به له یو شمېر افغانانو سره هم وګوري.د امریکا متحده ایالاتو استازو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د چارو کارپوهان وایي د اوسلو غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې د استازو ترمنځ د بحث لپاره یو ښه فرصت دی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه د "طالبانو د حکومت د مشروعیت یا په رسمیت پیژندلو" لپاره نده، بلکې د افغانستان په ټولنه کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو او د ښځو د ګډون او د بشري هڅو د غښتلي کولو په اړه د طالبانو سره د خبرو وروسته د افغانانو څخه د ملاتړ لپاره جوړیږي.

XS
SM
MD
LG