د لاس رسي وړ اتصالات

څیړونکي: طالبان د ناروې غونډې کې په ګډون سره د رسمیت پیژندلو هڅه کوي


پداسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ناروی په غونډه کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ هغه هیواد ته روان شوی، د چارو کارپوهان وایي د اوسلو غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې د استازو ترمنځ د بحث لپاره یو ښه فرصت دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته ویلي چې د ښاغلي متقي په مشرۍ پلاوی به په اوسلو کې د "امریکايي دپلوماتانو او د اروپايي اتحادې د استازو سره په مختلفو مسایلو بحثونه او مجالس ولري او همدارنګه دا پلاوی به د یو شمیر افغان شخصیتونو سره هم وګوري."

د امریکا حکومت لا په ناروې کې د طالبانو د حکومت د استازو سره د ممکنه لیدو کاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوېاعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د حکومت استازي به دغه غونډه کې د ګډون سربیره د ناروې د چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو په ځانګړې توګه د ناروې له متحدینو سره هم وګوري.

د سیاسي چارو یو کارپوه رضا قاسمي وايي: "طالبانو ته د کابل د نیولو وروسته لویدیځ ته دا لومړنی سفر یوه سیاسي لاس ته راوړنه ده. د اګست د ۱۵ مې وروسته د طالبانو سفرونه یوازې د سیمې هیوادونو پورې محدود وو. زه باور لرم چې د مولوي متقي په اهدافو کې یو لوی هدف د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادول او هم د خپل حکومت په رسمیت پیژندل دي".

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اکرم عارفي وايي، چې ناروې په یواځې ځان دغسې غونډې نشي جوړولی او ممکن د ناروې دا هڅه د ملګروملتونو، امریکا او اروپايي هیوادونو د هغو هڅو په لړ کې شوې وي، چې هدف یې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړول دي، ترڅو د ښاغلي عارفي په وینا په دغه هیواد کې د روان بشري ناورین مدیریت د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې وکړی شي.

د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې غونډې ته د طالبالنو د حکومت د چارواکو سربیره د افغانستان د مدني ټولنې په ګډون د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان، د بشري حقونو، اقتصادي، ټولنیز او یو شمیرسیاسي شخصیتونه هم بلل شوي دي. ټاکل شوې، چې دا غونډه به د یکشنبې په ورځ پیل شي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا غونډه د "طالبانو د حکومت د مشروعیت یا په رسمیت پیژندلو" لپاره نده، بلکې د افغانستان په ټولنه کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کیدو او د ښځو د ګډون او د بشري هڅو د غښتلي کولو په اړه د طالبانو سره د خبرو وروسته د افغانانو څخه د ملاتړ لپاره جوړیږي.

ښاغلی قاسمي وايي، چې اروپايي هیوادونه هم د یوې خوا په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول د بې وزلې په زیاتیدو او هم د ښځو حقونو او د رسنیو د ازادۍ د سړغړونو په اړه خپلې اندیښنې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG