د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا وبا د ناروغانو شمیر ټیټ حد ته رسیدلی


د متحدو ایالتونو په روغتونونو کې د کروناویروس د ناروغانو شمیر ددغه ویروس د لومړیو ورځو په نسبت خپل ټیټ حد ته رسیدلی دی.

راپورونه وایي چې په تیرو دوو میاشتو کې د کویډ۱۹ له امله په روغتونونو کې د ناروغانو شمیر څه باندې ۹۰ سلنه کم شوی دي.

په یو شمیر روغتونو کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د لومړيو راپدیخوا په عاجلو خونو کې په ورځو ورځو اند یو ناروغ هم نه وي.

اوس تمه کیږي‌ چې په روغتونونو کې به د کویډ د ناروغانو په کمیدو سره د نورو ناروغیو د مریضانو د عاجلې درملنې زمینه مساعده او لګښتونه راکم شي.

د فلوریډا ایالت د یو پوهنتون څخه جیسن سلیمي وویل:"موږ ټول باید خوښ واوسو چې په روغتون کې په کوید د اخته کسانو او په عاجلو اتاقونو کې په کویډ د اخته کسانو شمیر، په دومره ټیټ حد کې دي."

خو نوموړي وویل چې ملت دې حالت ته د رسیدو لپاره لوړ قیمت ورکړی دی، ډیر خلک ناروغان شول او ډیرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

د شمیرو له مخې په ټوله امریکا کې تیره اوونۍ پر کویډ د ۱۱۸۶۰ کسانو د اخته کیدو راپور ورکړل شو چې دا د ۲۰۲۰ کال په پرتله ټیټ حد دی او د جنوري په نیمایي کې د یاد ویروس د اوج په پرتله چې ۱۴۵ زره کسان پرې اخته کیدل، د پام وړ کموالي ښيي.

د کالیفورنیا د روغتیا څانګې د پنجشنبې په ورځ د یوه ټویټ په کولو څرګنده کړې چې په دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په دوو ورځو کې په عاجل اتاق کې د کویډ هیڅ ناروغ نه درلود.

د وروستیو شمیرو له مخې په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس له پیل څخه تر اوسه پورې په مجموع کې څه باندې اتیا میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي او شاوخوا نهه سوه و پنځه اتیا زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG