د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د فرمان په وړاندې د اسلامي هیوداونو د شورا سخت غبرگون


په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د تیر کال غونډه
په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د تیر کال غونډه

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د شورا ٥٧ غړو هیوادونو د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ په فرمان چې د اوو اسلامي هیوادونو پر اوسیدونکو باندې یې امریکا ته په سفر کولو بندیز لگولی "سخته اندیښنه" څرگنده کړې او ویلي یې دي چې دا کار به یواځې سخت دریځه وهڅوي.

ددې سازمان لومړنی انتقاد د سعودي عربستان له لورې شوی دی. د یکشنبې په ورځ دونالد ټرمپ د سعودي عربستان پاچا سلمان ته تیلیفون وکړ او هغه ته یې په داسې حال کې واشنگټن ته د سفر کولو بلنه ورکړه چې د اوو اسلامي هیوادونو د اتباعو پر سفر باندې د بندیز په وجه په امریکا کې پراخ اعتراضونه شوي دي.

امریکا ته د سفر کولو ٩٠ ورځنی بندیز چې د جمعې په ورځ نافذ شو د اسلامي هیوداونو د همکارۍ د سازمان د اوه غړو هیوادونو عراق، سوریې، ایران، سوډان، لیبیا، سومالیا او یمن پر اوسیدونکو لگول شوی دی.

د دونالد ټرمپ د فرمان له مخې د ١٢٠ ورځو لپاره د مهاجرو راتگ بندیږي او د سوري مهاجرو د قبولو پروسه د نامحدودې مودې لپاره دروي. د اسلامي هیوادونو د همکارۍ شورا په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړې دی "زیات هغه کسان چې له جگړې او شکنجې څخه تښتي ددې فرمان په وجه په ډیره نامناسبه او غیر عادلانه توگه متاثر شوي دي."

دې شورا همداشان ویلي دي چې دغه ډول انتخابي او توپیري مقررات یواځې د سخت دریځو د هڅونې، د تاوتریخوالي او ترهگرۍ د زیاتیدو سبب کیږي. دوی وایي چې "د اسلامي هیوادونو د همکارۍ شورا د امریکا د متحده ایالاتو په حکومت غږ کوي چې پر دغه تصمیم بیا غور وکړي او په داسې حال کې چې نړۍ د سترې سیاسي ناڅرگندۍ او ناارامۍ سره مخامخ ده، د مشرتابه لپاره خپلې اخلاقي ژمنې په پام کې ونیسي".

د امریکا جمهور رئیس ټرمپ په جدي توگه د خپل فرمان دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا کار پر "مسلمانانو باندې" د بندیز په خاطر نه بلکه د تروریزم د مخنیوي او د هیواد د امنیت په خاطر دی.

په جده کې میشت د اسلامي هیوادونو د همکارۍ شورا په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د حکومت څخه یو جلا ټولنه ده، خو په اکثر مواردو کې ددې هیواد د رسمي پالیسۍ سره سر لگوي.

د اسلامي هیوادونو په شورا کې همداشان اندونیزیا، مالیزیا او یو شمیر افریقایي هیوادونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG