د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان وايي پاکستان دې د امریکا د سفر په بندیزونو کې ورګډ شي


عمران خان وایي د ټرمپ فرمان ددې سبب کیږي چې پاکستاني پوهان په هیواد کې پاته شي
عمران خان وایي د ټرمپ فرمان ددې سبب کیږي چې پاکستاني پوهان په هیواد کې پاته شي

د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان وایي د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ فرمان ددې سبب کیږي چې د پاکستان د ساینس او تکنالوژۍ د ډگر مخکښان او پوهان په هیواد کې دننه پاته شي او د پاکستان نه د مغزو د فرار مخه ونیول شي. د هغه په وینا په دې توگه به دا خلک خپل هیواد آباد کاندي.

د انډین اکسپرس ورځپاڼې او پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې ښاغلی خان چې د لاهور ښار په ٢٥٠ کیلو میترۍ کې یې یوې گوندي غونډې ته وینا کوله وویل، پاکستان به ښاغلي ټرمپ ته د ایران په څیر غبرگون وښیي چې دلته "د امریکایانو په راتگ هم بندیز ولگيږي".

عمران خان وایي "داسې اوریدل کیږي چې پاکستانیان به هم د ویزې له محدودیتونو سره مخامخ شي. زه دعا کوم چې ټرمپ پاکستانیانو ته هم د ویزو ورکړه بنده کړي ځکه زه په دې باور یم چې دا به زمونږ سره مرسته وکړي چې خپل هیواد آباد کړو."

دا په داسې حال کې دي چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د شورا ٥٧ غړي هیوادونه د ټرمپ د فرمان په وړاندې سخت غبرگون څرگندوي او هغه غندي.

پاکستان د اسلامي همکارۍ د سازمان غړی دی او حکومت یې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د فرمان په وړاندې چې په موقتي توگه یې د اوو اسلامي هیوادونو اوسیدونکي امریکا ته له راتگ منع کړي، سخت غبرگون ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG