د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو۸۰٪ ضروري بودیجه نه ده برابره شوې


ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جون له نیمايي راهیسې په افغانستان کې د خلکو اړتیاو د پوره کولو پروګرامونه د پام وړ بودیجې د کمبود سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د شنبې د ورځې ناوخته جون ۱۵(جوزا ۲۶) په یو راپور کې ویلي چې تراوسه یې د نړیوالې ټولنې څخه افغانستان کې د بشري پروګرام د دوام لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۶۱۵.۷ میلیونه ډالره چې د ټولې غوښتل شوې بودیجې ۲۰.۱ فیصده کیږي ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه.

اوچا ویلي چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له خوا د بودیجې دا کمښت په داسې حال کې رامخې ته شوی چې په دغه هیواد کې په لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب او سو تغذیه، اوږدې مودې بې ځایه کیدل، په پراخه سیمو کې د چاودیدونکو توکو شتون، پرله پسې طبیعي ناورینونه، د ساري ناروغیو خپریدل، د اقلیم د بدلون اغیزې، د سیاسي مشروعیت نشتون او پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو د لګولو سیاستونو د پلي کولو دوام په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونود بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې په افغانستان کې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ، وروستي سیلابونه، هرات ولایت کې د تیرکال خونړۍ زلزلې، په تیرو لسو میاشتو کې له پاکستان څخه د ۶۱۰ زره افغان کډوالو ستنیدل، د ماین او ناچاودو توکو په ککړو سیمو کې د ۳.۴ میلیونو کسانو اوسیدل او له زده کړو د ۱.۵ میلیونو نجونو محرومیدلو ته اشاره کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "اوس مهال په افغانستان بشري اړتیاو ته د ځواب ویلو لپاره بودیجه په عمومي ډول د ۲.۴۵ میلیاردو ډالرو د کمښت د مالي بحران د خالیګاو د ۱.۱ میلیارد ډالرو ... سره مخ ده."

اوچا د بودیجې په کمبود باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې اوس مهال دغه کمښت د پنځه کلنو څخه د کم عمر د ۱.۳ میلیونو ماشومانو لومړینو او ثانوي روغتیايي خدمتونو د ۴۷۰ زره امیدوارو او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې د خوړو د ترلاسه کولو او ۲۳۴ زره کسان د نس ناستي د ناروغۍ د درملنې په ګډون روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي چې د بودیجې کمبود نه یوازې زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو په برخه کې د اوږد ملاتړ د برابرولو د ځنډ سبب شوی، بلکې د زده کړو ځینې برخې، تغذیه، ساتنې او سرپناه د چمتو کولو پروګرامونه د ګواښ سره مخ کړي دي.

اوچا ویلي: "د نورې بودیجې پرته د ګرځنده روغتیايي او تغذیي د ټیمونو په ګډون چې په ډیرو سختو سیمو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي د ژغورنې پروګرامونه، په بستر کې د پرتو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه ... روحي اجتماعي روغتیا په برخه کې خدمتونه او د ماشومانو څخه ملاتړ، ماین پاکۍ ، د خوړو او معیشتي مرستې او د امیدوارو ښځو لپاره په ناڅاپي بحرانونو کې د روغتیايي کڅکوړو چمتو کولو پروګرامونه د کمیدو او یا د بندیدو د ګواښ سره مخ کړي دي".

اوچا مرسته کوونکي هیوادونه او سازمانونه دې ته هڅولي چې د طالبانو د حکومت سره دې د تخنیکي ملاتړ او د پوهې په تړاو خپلې تجربې د متقابل باور رامنځ ته کیدو لپاره نړیوال تعامل زیات کړي.

دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی وو چې د روان میلادي کال د اکتوبر تر میاشتې ۱۱ میلیونه مرستو ته اړ افغانان به د بودیجې د کمبود له امله ددغې پروګرام د خوړو مرستو ته لاس رسی پیدا نه کړي او په دغه موده کې به ۱۲.۴ میلیونه افغانان د خوړو د خوندیوب په برخه کې د سخت وضعیت سره مخ شي، چې ددغه شمیر۲.۹ میلیونه به د خوړو د نه خوندیوب په اضطراري حالت کې ځای ولري.

همداشان ملګرو ملتونو ویلي چې ددې سربیره د ۲۳.۷ میلیونو افغانانو له ډلې ۳.۲ میلیونه ماشومان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG