د اسلامي هېوادونو د همکارۍ کنفرانس په خپلو ټولو ۵۷ غړو اسلامي هېوادونو غږ کړی دی چې د اسرائیل-فلسطین لپاره د ولسمشر ټرمپ د اعلان شوي پلان په پلي کېدو کې مرسته ونکړي.
دا کنفرانس په نړۍ کې د څه باندې ۱.۵ میلیارد مسلمانانو استازیتوب کوي. د کنفرانس غړو د دوشنبې په ورځ (فبروري ٣) د سعودي عربستان د ریاض په ښار کې په یوې غونډې کې دا پرېکړه وکړه.
دوی وايي چې د ولسمشر ټرمپ په اعلان شوي پلان کې د فلسطینیانو حقونه په پام کې نه دي نیول شوي او دا پلان د سولې د بهیر او شرایطو خلاف دی.
ولسمشر ټرمپ تېره سه شنبه ( جنوري ۲۷) په سپینې ماڼۍ کې د اسرائیل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره په ګډ خبري کنفرانس کې دا پلان اعلان کړ او وویل: "دغه طرحه د پخوانیو طرحو سره زیات توپیر لري او په پوره جزییاتو تر ټولو کامله طرحه ده. زیادې طرحې موجودې وې چې یو د بل پسې ماتې شوې، ځکه چې په هغو کې انډول نه مراعت شوی."
په پلان کې بیت المقدس د اسرائیل رسمي پایتخت پیژندل کیږي. ښاغلي ټرمپ وویل چې فلسطینیان به هم بلاخره دا طرحه ومني.
خو د اسلامي هېوادونو د همکارۍ کنفرانس ټېنګار کوي چې د بیت المقدس ختیځه برخه د فلسطینیانو د راتلونکي دولت مرکز او دا د "عربو او مسلمانانو یو هویت" دی.
کنفرانس وايي: "په سیمه کې سوله یوازې د اسرائیل د اشغال په ختمېدو، د فلسطیني دولت له سیمو او په ځانګړي ډول د القدس الشریف او هغو نورو عربو سیمو څخه چې د ۱۹۶۷ کال د جون راهېسې اشغال شوي، په وتلو راتلې شي."
د اسلامي هېوادونو تر کنفرانس مخکې عرب لیګ هم د ولسمشر ټرمپ دا پلان رد او وغنده. دوی وايي چې دې پلان د فلسطینیانو حقونه له پامه غورځولي دي. عرب لیګ په قاهره کې غونډه کړې وه.
عرب لیګ ټېنګار کوي چې باید دوه دولتونه جوړ شي. د فلسطین دولت دې د ۱۹۶۷ کال مخکې سرحدونو په اساس وټاکل شي او د بیت المقدس ختیځ دې د فلسطيني دولت مرکز وي.
د فلسطینیانو مشر محمود عباس ګواښ وکړ چې له اسرائیلو او امریکا سره به ټول روابط پرې کړي.