د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې ځینې کړۍ د نفتي مواد د بیو په لوړېدو کې لاس لري


په افغانستان کې په بېساري توګه د نفتي موادو د بیو لوړېدو سره طالبان وايي، یو شمېر کړۍ په دغه هیواد کې د نفتي موادو د بیو په لوړېدو کې لاس لري. خو د طالبانو حکومت په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې څوک د دغه کار تر شا لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یو لېتر پترولو بیه نژدې ۹۰ افغانیو او د یو لېټر ډېزلو بیه ۱۲۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د پترولو او ډېزلو په هر لېټر کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ افغانیو پوري زیاتوالی راغلی دی او په خبره یې نور هم کېدایسي لوړ شي.

د فرزاد لامع په نوم د کابل ښار یو اوسېدونکي د سې شنبې په ورځ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په کابل کې د خوارکي او نفتي موادو د بیو لوړېدلو خلک اندېښمن کړي دي.

ښاغلي لامع زیاته کړه: "جدي کنټرول نسته، د تیر په شان سوداګر او پرچون فروش چې هر ډول بیه چې ټاکي، دولت یې په کنټرول کې هیڅ رول نلري، بدبختانه هره ورځ د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې لوړیږي، خو د کنټرول لپاره یې هیڅ اقدام نه کیږي."

د عبدالعظیم په نوم کابل ښار کې یو ټکسي چلوونکی وایي، د نفتي موادو د بیو په لوړېدو سره مجبور دي چې خپلې کرایې لوړې کړي، خو وايي، چې زیات خلک یې د ورکولو توان نلري.

غه ټکسي چلوونکي وویل چې دوی زیات وخت د خپل موټر د تېلو پيسې هم نشي پوره کولای.

په افغانستان کې د نظام تر تغیر وروسته زیات شمېر خلک چې اکثره یې دولتي کار کوونکي دي خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او په خبره یې دغه وضعیت خلک اندېښمن کړي دي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی څېړنې ښيي چې ځینې کړۍ د پلان له مخې په «افغانستان کې د نفتي موادو د بیو لوړولو او بحران رامنځته کولو کې» لاس لري.

په اعلامیه کې راغلي: "اقتصادي معاونیت له هرې ممکنې لارې د بیو د ټيټېدو او د دغه کار د عاملینو د نیولو هڅې کوي."

د ملا عبدالغني برادر دفتر همدارنګه ویلي چې په دې برخه کې څېړنې روانې دي او په خبره یې که چیري دغه موضوع ثابته شي له عاملینو سره به یې جدي چلند وشي.

XS
SM
MD
LG