د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړي


عمران خان تېره ورځ پاکستان ته رسېدلی
عمران خان تېره ورځ پاکستان ته رسېدلی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې د افغان سولې له بهیر څخه د ملاتړ تر څرګند د سولې په وړاندې د پرتو ستونزو پر لیري کولو ټینګار کړی دی.

پرون دوشنبه د اکتوبر پر ۲۸مه د عمران خان له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د سولې په برخه کې دې د تر لاسه شوو هڅو ساتنه وشي او د دغه بهیر په وړاندې د منفي هڅو مخه باید ونیول شي.

عمران خان په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو په هدف د عملي قدمونو پر پورته کولو ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې د عمران خان له قوله ویل شوي:"د یو صادق زمینه برابرونکي ملګري په توګه پاکستان چمتو دی، چې څه یې په توان او ممکن وي د ګډ مسؤلیت د یوې برخې په توګه یې د سولې د ژر هوکړې بشپړېدو لپاره یې تر سره کوي."

عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله، امنیت، ثبات او هوساینه د پاکستان او سیمې په ګټه ده.

زلمی خلیلزاد په مسکو کې د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره وکتل.

د افغان سولې په اړه د مسکو څلور اړخیزه غونډه کې چین، پاکستان، واشنګټن او مسکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر بېرته پیلولو موافقه وکړه.

ښاغلي خلیلزاد د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه اروپا ته د افغان سولې په اړه سفر وکړ، چې له پاریس، بروکسل او مسکو له چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.

دا د افغان سولې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا له طالبانو سره د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته پاکستان د ښاغلي خلیلزاد دوهم سفر دی چې تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې یوه اووه مادیزه طرحه وړاندې کړې ده.

XS
SM
MD
LG