د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د ورسج امنیه قوماندان بغلان کې وژل شوی ـ چارواکي


د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان بابه افضل نن سهار د بغلان ولایت د جلګې او خوست فرینګ ولسوالیو تر منځ د وسله والو طالبانو په یو کمین کې وژل شوی دی.

د تخار ولایت د والي ویاند جواد هجري نن جمعه د «لړم پر۲۴مه»امریکا غږ ته وویل، چې د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان بابه افضل له دریو ساتونکو سره چې د رخصتۍ لپاره کور ته پر لاره و، په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.

هجري وايي، چې په دغه برید کې د امنیه قوماندان یو رینجر موټر هم تخریب شوی دی.

بابه افضل څو میاشتې مخکې له بغلان څخه د ورسج ولسوالۍ ته د امنیې قوماندان په صفت تبدیل شوی و.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت هم امریکا غږ ته وویل، چې نن سهار د ورسج امنیه قوماندان بابه افضل چې په ورسج کې څه موده وړاندې نوی ګومارل شوی و، د جلګې او خوست فرینګ ولسوالیو تر منځ د برچي د کوتل په سیمه کې وژل شوی دی.

بشارت وايي، چې د ورسج له امنیه قوماندان سره یې ۳ تنه ساتونکي هم وژل شوی دی.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG