د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بغلان نهرین کې ۲۶ ولسي پاڅونوال وژلي ـ ولسوال


د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پرمهال ۲۶ ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي نن شنبه د «چنګاښ پر۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې پېښه د دغه ولسوالۍ په کوهګدای سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر امنیتي پوستو د برید پرمهال رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه :"تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د نهرین ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي، خو د برید پر وخت یې پلان تغیر کړی و او د ولسوالۍ پر ځینو پوستو یې برید وکړ."

هغه وویل، چې تر برید لاندې امنیتي پوستو د مرستې لپاره ولسي پاڅون کوونکي وسله وال چې د دولت په طرفدارۍ یې د وسله والو طالبانو په مقابل کې وسلې اخیستي ور روان وو چې طالبانو پرې برید کړی.

ولسوال مرادي وايي، په دغه برید کې د ولسي پاڅون کوونکو ۲۶ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې عامو خلکو د دولت په ملاتړ د وسله والو طالبانو پر ضد وسله اخیستې چې امکانات ورته افغان دولت ورکوي.

د نهرین ولسوال ښاغلی مرادي وايي چې د طالبانو دغه ډله په مجهزو وسلو سنباله وه او د لایزري وسلو په ذریعه یې برید کړی و.

نوموړی وايي چې د وسله والو طالبانو هم څو تنه په جګړه کې وژل شوي خو دقیق ارقام یې نه دي معلوم.

وسله والو طالبانو بیا د یاد برید د مسؤلیت په منلو سره په دغه ولسوالۍ کې د درې امنیتي پوستو د نیولو او ۲۸ پاڅونوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د بغلان امنیتي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG