د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې په ځانمرګي برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی


تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې

په پاکستان کې پولیس وایي د پولیسو یو افسر سه شنبه جولای ۲۵ (زمري۳) هغه وخت ووژل شو چې یو ځانمرګي برید کوونکي پخپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد په جومات کې دننه وچول.

پولیس وایي وژل شوی پولیس افسر عدنان افریدی نومیده او کوښښ یې کاوه چې دا ځانمرګی برید کوونکي ونیسي چې په جومات کې پټ شوی و.

پیښه د خیبر درې په جمرود په سیمې کې شوې. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورنو کې ښودل کیږي چې جومات په بشپړه توګه له منځه تللی.

پولیسو همدرانګه ویلي چې د چاودنې پر وخت په جومات کې لمونځ کوونکي نه و.

د دې پیښې څخه څلور ورځې وړاندې هم پدې سیمې کې په یو ځانمرګي برید کې د پوليسو په ګډون درې تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

د اکثریت دا شان پیښو د کولو ادعا د تحریک طالبان پاکستان ډله کوي.

د پاکستان په بیلا بیلو برخو خو په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او هغو سیمو کې چې د ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې دي، د تشدد پیښې وروسته تر هغې ډیرې شوې چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د حکومت سره د سولې موافقه باطله کړه.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې د پاکستاني طالبانو د تشدد پیښې پدې هیواد کې ډیرې شوې او دا ادعاوي هم کوي چې د دې ډلې مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه د بریدونو بندوبست کوي.

خو طالبان بیا د پاکستان دا ادعاوې نه مني او وایي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې د امنیتي ځواکونو منسوبین و.

د پاکستان پوځ د جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) په یو بیان کې ویلي: "دا ډول بریدونه د زغملو نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا به موثر ځواب ورکړل شي"

د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي: "پاکستان کې په تروریستي اقداماتو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي.

پاکستاني چارواکي وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې دا ښيي، چې د افغانستان د طالبانو وسله وال د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره یوځای شوي دي.

څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف دراني د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په دې مسلو د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر دفتر جولای ۲۰(چنګاښ ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د ښاغلي دراني سره په کتنه کې هغه ته یو ځل بیا د هیڅ کوم هیواد پرخلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG