د لاس رسي وړ اتصالات

د 'برډمن' ترڅنگ د اسکار د کلنۍ جایزې گټونکي فلمونه


د برډمن فلم ډایرکتر الینهدرو گونزالس اناریتو
د برډمن فلم ډایرکتر الینهدرو گونزالس اناریتو

د اوسکار جایزه هغو فلمونو ته هم ورکړ شول چې ټولنیزې مسلې او د ناروغیو سره د مبارزې مسایل په کې نغښتې وې.

دBirdman 'برډمن' فلم څلور اسکار جایزې وگټلې. 'برډمن' فلم د غوره فلمي کیسې، غوره ډایریکتر، غوره نمایشنامې او غوره فلمبردارۍ لپاره اوسکار جایزې وگټلې.

په دې فلم کې د فلمونو یو پخوانی اتل غواړي خپل مسلک بیرته د نیویارک په یو تیاتر کې پیل کړي.

د برډمن فلم دایرکتر الیهندرو گونزالس اناريتو، چې د غوره دایرکتر جایزه یې هم وگټله، خپله جایزه د خپلو وطنوالو، هغو مکسیکویانو ته ډالۍ کړه چې د پولې نه اوښتي او امریکا ته راغلي دي.

ښاغلي اناریتو د اسکار د جایزې د منلو په مهال وینا کې داسې وویل:

"زه غواړم چې دا جایزه خپلو وطنوالو مکسیکویانو ته ډالۍ کړم، هغه مکسیکویان، چې په مکسیکو کې ژوند کوي. زه دعا کوم چې هلته داسې یو حکومت جوړ کړای شی چې مونږ یې مسحق یو. او هغه کسانو ته چې په دې هیواد کې ژوند کوي، هغوي چې په دې هیواد کې د اوسني مهاجر نسل برخه دي. زه دعا کوم چې دوي سره هم په هغه وقار او درناوي چلند وشي چې له دوي مخکې دلته راغلي کسانو سره شوې وه، او د مهاجرو دا فوق العاده ملت ېې جوړ کړ."

د اسکار د جایزې مراسمو کې یوه تر ټولو اغیزناکه او د احساساتو ډکه شیبه هغه وه چې جان لیجند او کومون د مدني حقونو په فلم 'سلما' Selma کې د گلوري د سندره وویله. د 'سلما' فلم د ١٩٦٠ لسیزې د مدني حقونو کیسه بیانوي.

د دې سندرې په اوریدو سره د اسکار دجایزې د مراسمو گډونوالو احساسات راوپارول اود ځیني کسانو اوښکې توې شوې.

د اوسکار غوره لوبغاړي جایزه، بریتانوي ممثل ایډي ریډمن ته ورکړل شوه چې د The theory of everything فلم کې د فزیکپوه، ستیفن هاکنګ رول لوبولی و. ریډمن دا جایزه د هاکنګ او د هغه کورنۍ ته ډالۍ کړه.

جولیان مور ته بیا په Still Alice فلم کې د غوره ممثلې لپاره د اسکار جایزه ورکړل شوه چې د کالج پروفیسره ده او د الزهایمر یا حافظی د کمزورۍ له ناروغۍ سره لاس او گریوان کیږي.

میرمن مور خپلې وینا کې داسې وویل: "د دې ناروغۍ له امله ډېر خلک ځان یوازې او منزوي شوی احساسوي. د فلمونو په هکله فوق العاده خبره داده چې مونږ ته احساس راکوي چې یوازې او منزوي شوي نه یو."

'باې هوډ' Boyhood د غوره فلم لپاره انتخاب شوی و خو د د غوره همکارې ممثلې لپاره اسکار جایزه پاتریشیا ارکیټ واخیستله. پتریشیا ارکیت د جایزې د اخیستو په وینا کې د ښځو حقوقو یادونه وکړه

"د دې وخت رارسیدلی چې په امریکا کې د معاش برابري رامنځته راشی او ښځې مساوي حقوق ولري."

جې کې سایمونز، د ویپلش Whiplashپه نامه فلم کې د غوره همکار ممثل لپاره د اسکار جایزه وگټله. په دې فلم کې سایمونز د موسیقۍ د یوه انستیتوت د ښوونکي رول لوبولی.

په غوره بهرنيو فلمونو کې، پولندي ډایرکتر پاول پولوفسکي د خپل فلم 'ایده' Ida لپاره د اسکار جایزه وگټله. دا فلم د یوې ښځې په هکله دی چې د راهبې کیدو لپاره ځان چمتو کوي او د ځان پیژندنې سفر پیلوي.

XS
SM
MD
LG