په واشنګټن ډي سي کې د "انجیل موزیم" یو تر ټولو لرغونی عبري کتاب نندارې ته وړاندې کړی دی. دغه کتاب، چې د افغانستان په بامیان ولایت کې موندل شوی او لرغونتوب یې د میلاد اتمې پېړۍ ته رسېږي، نه یوازې د یهودیانو د ژوند تاریخچه څرګندوي، بلکې د افغانستان د کلتوري او مذهبي تنوع انځور هم وړاندې کوي.
دغه کتاب چې د عبري ژبې د لیک دود په یوه تر ټولو لرغونی بڼه لیکل شوی، لرغونتوب یې ۱۳۰۰ کاله ته رسېږي، په متنونو کې یې د یهودانو د سهار لمونځونه، مقدس شعرونه او د فصحې هګادا د اختر دعاګانې شاملې دي.
د موزیم چارواکي وايي، دغه کتاب چې د افغان ادبي متنونو یا «افغان سیدور» په نوم یادیږي، د نړۍ په کچه د یهودانو پر تاریخ د پوهیدلو دپاره یو له مهمو اثارو څخه ګڼل کیږي.
د انجیل موزیم د نندارتونونو او کلیکسیونو د څانګې مسوولې رینه اوپرت ددغه کتاب لرغونتوب ته په اشارې وویل: "مخکې لدې کتاب څخه د پیړیو په اوږدو کې زیات زماني واټڼ موجود و چې مونږ یو یهودي کتاب نه درلود چې پوه شو چې یهودانو څومره دمخه دغه کتابونه کارول نو دا کتاب لدې اړخه یوه خارق العاده معنی لري چې د هغه پواسطه مونږ وتوانیدو چې دغخه معلومات زیات کړو او همداشان پدې کتاب کې داسې دعاګانې وې چې هغه مونږ نن ورڅ په یهودي ټولنه کې وینو."
کارپوهان پدې اند دي، چې د کتاب په بڼه دا لرغوني متنونه چې د یهودي کتابونو د تاریخ قدامت شاوخوا ۲۰۰ کاله لا زیاتوي، د افغانستان د بامیان په دره کې وموندل شو چې د ورېښمو په لرغونې لارې کې موقعیت لري او د سوداګریزو لارو یوه شبکه ده. دا لاره چین، منځني ختیځ او لویدیځ سره نښلوي.
د انجیل په میوزیم کې د عبراني نسخو ساتونکې څانګې مرستیاله هیرچیل ای هپلر، د هغې دورې په کلتوري-مذهبي تنوع کې د ورېښمو د لارې د اهمیت په اړه وویل: "نو د منځنۍ دورې په لړ کې د ورېښمو ددې لارو په اوږدو کې، د يهودانو يوه ډېره مهمه ټولنه وه او زیات شمیر يهود سوداګر او مسافر به هم په منځنۍ اسيا کې د ورېښمو پر دغو لارو تګ راتګ کاوه."
د یهودانو دغه لرغونی کتاب څو پیړۍ خوندي پاتې شو او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغانستان په بامیان دره کې کشف شو. مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو په ګډه کار وکړ چې دا خوندي شي، خلک ورباندې ځان پوه کړي او نړۍ هم ورته لاسرسی ومومي.
پدې موزیم کې ددې کتاب نندارچیان وايي چې دا نندارتون له یو بل سره د نړۍ په وصلولو او نښلولو کې د افغانستان مهم رول هم په ګوته کوي.
د دې نندارتون یو لیدونکي، ډیویډ لانګ، وویل: "ما وليدل چې يو لاسوند یا خطي نسخې شته چې د اوسني افغانستان پورې رسیږي او هلته یی قدامت په ډاګه کوي او دا هغه معلومات دي چې زه پرې خبر نه وم. او له همدې امله دا په نړۍ کې یو له بله سره د متقابل ارتباط حقیقت روښانه کوي. "
د مریلینډ ایالت څخه راغلی یو لیدونکی ډیویډ الوکا وویل: "زه په حقیقت کې په افغانستان کې د یهودانو له شتون څخه خبر نه وم. دا د فارس تر لرغونو سیمو پورې د دوي شتون په ډاګه کوي. دا اړخ لګوي خو زه ورباندې هیڅ نه پوهیدم. صحیح خبره داده لکه څنګه چې تاسو د بودا مجسمې د هیلنایز یا د یوناني کلتور تاثیرات ګورئ. دا واقعیا په زړه پوری ده. زه یوازې څو دقیقې مخکې دلته راغلم ، او لا دمخه مې دومره څه زده کړل."
دا لرغونی کتاب به د جنوري تر ۱۲ پورې د انجیل په میوزیم کې نندارې ته ایښودل شوی وي او وروسته به په نیویارک کې د یهودي علومو مدرسې په کتابتون کې نندارې ته وړاندې شي.
فورم \ دبحث خونه