د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې د بریتانیا سفارت په نوښت د افغانستان-پاکستان یو ګډ کنفرانس جوړ شوی


د بریتانیا سفارت په نوښت د افغانستان او پاکستان د سوداګرو، علماوو، څېړونکو او خبریالانو یو ګډ کنفرانس
د بریتانیا سفارت په نوښت د افغانستان او پاکستان د سوداګرو، علماوو، څېړونکو او خبریالانو یو ګډ کنفرانس

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بریتانیا د سفارت په نوښت د روانې مارچ میاشتې له پنځمې تر اتمې نېټې پورې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو، علماوو، څېړونکو او خبریالانو یو ګډ کنفرانس رابلل شوی چې په افغان پلاوي کې یو شمیر ښځې هم ګډون لري.

دغه کنفرانس داسې مهال جوړیږي چې لاهم د افغانستان او پاکستان ترمینځ سیاسي او تجارتي اړیکې تر بل هر وخت ډیرې خرابې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري، امریکاغږ ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکې د پاکستان له جوړښت راهیسې دومره نه وې خرابې شوې لکه دا اوس چې دي.

ښاغلي الکوزي وویل: ”د دې اوسنیو خرابو تعلقاتو تر ټولو زیات اقتصادي تاوان د پاکستان دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته رسېږي، او کله چې اقتصادي حالات خرابېږي، نو غربت راځي نو له دې سره ترهګري هم زیاتېږي، قاچاق ډېرېږي، مخدره مواد زیاتېږي، او پنجاب یوازې یوه خبره کوي، چې دلته قاچاق کېږي، خو د دې پوښتنه نه کوي چې قاچاق چېرته دی؟ پوله بنده ده، د قاچاق په نامه هره ورځ پر افغان ټرانزیټ سوداګرۍ باندې فشار راولي. او نړیوال قوانین ورسره نه مني. د سوداګرۍ نړیوالې ادارې قوانین راسره نه مني، د افغانستان - پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون راسره نه مني.“

خان جان الکوزی وايي، چې په دې کنفرانس کې یې ډېرې مسلې راپورته کړې، ”لکه له کراچۍ څخه یو ټرک په دوو ورځو کې پېښور ته رسي خو همدغه ټرک تر تورخمه په ۱۵ ورځو کې نشي رسېدلای. همداسې په چمن کې د پرلت پر مسله وغږېدلو، چې له دې څخه څومره زیات نقص موږ ته ورسېدلو. “

د نوموړي په وینا، که اړیکې ښې وي، دلته ډېر سهولتونه راتلای شي، ”دلته به معشیت راشي، خلکو ته به کار پیدا شي، مرکزي اسیا علاقه لري، له مرکزي اسیا سره به د پاکستان تعلقات ښه شي، ګیس به راشي، ټاپي پروژه ده، کاسا ده، پر دې به کار راپیل شي، د پاکستان به یو میلیون ټن مېوه مرکزي اسیا ته ځي. له هغه ځایه به خام مواد راوړی. دا هرڅه اوس تر خطر لاندې دي.“

ښاغلي الکوزي وویل، اوس په افغانستان کې واکمن طالبان له پاکستان سره خبرې نه کوي او پاکستان له هغوی سره، نو دا خو یې لاره نه ده چې دوی اقتصادي او امنیتي ستونزې په دوه اړخیز تجارت ورګډوي.

بلخوا د پاکستان یو وتلی سیاستوال او سناتور مشاهد حسین چې دې کنفرانس ته یې وینا کړې ده، نن د مارچ پر پینځمه نېټه د پاکستان مشرانو جرګې (سنا مجلس) ته په خپله وروستۍ وینا کې د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر ښه کولو ټینګار وکړ.

مشاهد حسین وویل چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د سیمې د اقتصاد، امنیت او خپله په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره لوی ارزښت لري.

نوموړي په خپله وینا کې د سوداګرو له قوله وویل، چې وړاندې به د افغانستان-پاکستان تجارت څه نا څه پینځه میلیارد ډالره و خو اوس له تېرو درېوو میاشتو راهیسې دغه سوداګرو په چمن کې پرلت وهلی دی، د هغوی په وینا، چې دوی به د چمن – بولدک ترمینځ په خپله دودیزه توګه دوه اړخیزه سوداګري کوله خو اوس پرې بندیز لګېدلی دی، نوې مالیې پرې لګول شوي دي.

سناتور سید مشاهد حسین په خپلو څرګندونو کې وویل، ”پاکستان څلور ګاونډیان لري، په دې څلورو کې له درېوو سره د پاکستان اړیکې ښې نه دي، هر چېرته مو اغزن تار (کټارې یا باړ) او یا دېوال لګولی دی، له هند سره مو له وړاندې اړیکې خرابې وي خو له ایران او اففانستان سره مو هم دا حال دی. “

نوموړي زیاته کړه، ”د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون افغانستان غواړي چې زموږ [پاکستان] له لارې د لېږدېدو تړون ولري، نو پکار ده چې د افغانستان سوداګرۍ پروړاندې خنډونه لیرې کړل شي، او دا یوه اړخیزه تګلاره چې دوی [افغانان] به پورې وهو،‌ نوره درول غواړي، موږ د هغوی ۴۰ کاله کوربه توب کړی دی، او پکار ده چې پاکستان کوربه پاتې شي، او ښېګړې وګټي، دغه د پولې سوداګري بیرته ته پیل کول پکار دی.“

ښاغلي حسین په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان دولت دې یو داسې کاري ځواک جوړ کړي چې که پر پوله د ترهګرۍ یوه پېښه کېږي، یا د کابل او اسلام اباد ترمینځ سیاسي ناندری جوړېږي، نو دغه پېښې دې له سوداګرۍ سره نه تړل کېږي: ”کله چې هم یوه پېښه وشي نو موږ [پاکستان] پوله وتړو، له دې څخه د تجارت هم نقصان کېږي، د معیشت نقصان هم کېږي.“

نوموړي په خپله وینا کې پر دې ټینګار وکړ: ”چې موږ [پاکستان] ته پکار ده چې نور خپل فکر او سوچ واړوو، له خپلو ګاونډیانو او په تېره له افغانستان او ایران سره چې مو مسلې دي، هغه باید هوارې کړل شی، د افغانستان سوداګرو دلته اسلام اباد ته راغلي‌ دي، باید له هغوی سره ولیدل شي. “

پر ټرانزټي سوداګرۍ د پاکستان دریځ

اسلام اباد ادعا کوي چې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ ډېری توکي چې افغانستان ته څنګه وارد شي نو بیرته پاکستان ته اړول کیږي. د کابل او اسلام اباد ترمینځ ټرانزیټ سوداګري د پاکستان تر جوړېدو پس له تېرو څه باندې اوو لسیزو راهیسې یوه لانجمنه مسله ګرځېدلې، ځکه خو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د منځنۍ اسیا په ګډون نورې متبادلې لارې لټولې چې په هغو کې د هوايي دهلېزونو ایجادول هم شامل وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG