د پاکستان د لاهور په ښار کې پولیسو او د تحریک لبیک پاکستان سخت دریزه مذهبي ډلې تائید کړې چې د دې ډلې مشر سعد رضوي د زندان څخه خوشې شوی.
د دې مذهبي مشر سلګونو پلویانو نن پنجشنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) پداسې حال کې د خپل مشر په غاړې کې ګلان اچول چې هغه د لاهور په ښار کې د ګوند مرکزي دفتر ته روان و.
دغه پاکستانی سخت دریزه مذهبي مشر د همدې کال د اپریل په میاشت کې وروسته تر هغه نیول شو چې چارواکو یې ګوند غیرې قانوني اعلان کړ خو حکومت د همدې روانې نومبر میاشتې په اومه د دې ډلې سره په اسلام آباد کې د خونړیو مظاهرو د پای ته رسولو په بدل کې یو تړون وکړ.
حکومت ویلي چې د ملي ګټو پر بنسټ یې د تحریک لبیک سخت دریزه مذهبي ډلې سره تړون کړی ځکه چې د دې ډلې په مظاهرو کې لږ تر لږه ۷ پولیس افسران وژل شوي وو.
تحریک لبیک چې د پاکستان په پارلمان کې هم درې غړي لري په تړون کې حکومت ته ضمانت ورکړی و چې قانون به مراعت کوي.
په تړون کې حکومت د دې مذهبي ډلې سلګونه پلویان هم چې د مظاهرو پر وخت نیول شوي وو خوشې کړل او ټاکل شوې د همدې ډلې د بنسټګرخادم حسین رضوي یو زوی هم په همدې روانې اوونۍ کې خوشې شي.
تحریک لبیک پاکستان ډلې تیر کال وروسته تر هغه په پاکستان کې مظاهرې پیل کړې چې په فرانسې چې د چارلي ابدو په نامه مجلې د اسلام پیغمبر ته منسوب کاریکاتورونه خپاره کړل.
مظاهره چیانو په پاکستان کې د فرانسې ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې دا ملک دې پریږدي او د اسلام آباد نه یې د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه هم کوله.