د لاس رسي وړ اتصالات

په ٢٠١٧ کال کې د پاکستان، امریکا او افغانستان اړیکو ته یو نظر


د افغانستان او پاکستان اړیکې په ٢٠١٧ کال کې د هغې نه وروسته یو نوې دور ته داخلې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه. په دغه ستراتیژۍ کې پاکستان ته په څرگنده دا خبردارې ورکړل شو چې پاکستان دې په خپله خاوره د ترهگرو ملاتړ بند کړي.

د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې د ولسمشر ټرمپ هند ته په افغانستان کې د زیات رول لوبولو وړاندیز پاکستان سخت ناراضه کړ.

په پاکستان د فشار راوستلو په خاط‏ر امریکا مالې مرستې د حقاني شبکې او د نورو ترهگرو ډلو په ضد د اقداماتو سره مشروطې کړی.

د کال په لومړیو کې د پاکستان لوړپوړو چارواکو کابل ته سفرونه وکړل خو افغان ولسمشر پاکستان ته سفر ونکړ. په دغه ملاقاتونو کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز باجوه او د استخباراتي ادارې آی ایس آًی د مشرنوید مختار کابل ته سفرونه شامل دي.

د آی ایس آی مشر نوید مختار د مۍ په میاشت کې کابل ته د سفر په مهال ولسمشر غني ته اسلام اباد ته د سفر بلنه ورکړه چې د ځینو سرچینو مطابق هغه دغه بلنه و نه منله.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې نن د یکشنبې په ورځ ( دسمبر٣١) په یوې مقالې کې لیکلي چې د پاکستان په اوږو په افغانستان کې د سولې راوستلو بار پروت دی ځکه امریکا او چین دا گڼي چې په افغانستان کې سوله هغه وخت راتللی شي چې پاکستان یې وغواړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دا به په د ٢٠١٨ کال د پاکستان لپاره ترټولو لوی چیلنج هم وي.

ورځپاڼه زیاتوي چې ترڅو د پاکستان پوځ او استخباراي ادارې د پاکستان حکومت ته دا واک ورنکړي چې بهرنۍ پالیسي په خپل لاس کې واخلي تر هغې به پاکستان هم د دغه ډول حالاتو سره مخ وي.

د پاکستان دې نیشن ورځپاڼه لیکي چې پاکستان چې د افغانستان په وړاندې کومه تگلاره لري دا د افغانستان لپاره دومره خطرناکه نده لکه چې څومره په خپله د پاکستان لپاره خطرناکه ده.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې که د پاکستان پالیسي هم په دغه ډول دوام وخوري نو ډیر ژر به دغه ملک یو داسې دور ته داخل شي چې بیرته راوتل به مشکل وي.

د ٢٠١٧ مهمې پیښې

د می په میاشت کې د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې د یوې ډېرې لوې چاودنې نه وروسته د افغانستان استخباراتو په پاکستان تور ولگاوه چې حمله په پاکستان کې پلان شوې وه. پاکستان د دغو تورونو په ځواب کې وایي چې دا بې بنیاده دي او وسله وال په خپله په افغانستان کې پناهځایونه لري.

پاکستان په ٢٠١٧ کې هم د ډیورنډ په کرښه د کتارو لگولو ته دوام ورکړ او حتی د دیوال په جوړولو یې شروع وکړه. افغانستان په دغه لړ کې د پاکستان په دریځ سخت اعتراضونه کوي خو پاکستان بیا وایي چې هدف یې د پولې دواړو خواو ته د ترهگرو د ازادانه تگ راتگ مخنیوی دی. پاکستان وایي چې په ٢٠١٨ کال کې به د سرحد په ٩٢ فیصده برخه اغزن تارونه ولگول شي.

د طورخم او چمن د لارو د بندیدو له وجې د دواړو ملکونو تجارت لویه ضربه وخوړله خو پاکستاني چارواکو په دې هکله ویلي چې د امنیت خوندي کولو لپاره مالي تاوان ته تیار دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په وینا د دواړو ملکونو دوه اړخيزه سوداګري د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ ۲،۵ میلیاردو ته رسیدلې وه او په ٢٠١٧ کال کې دا ١.٦ ملیاردو ته راټیټه شوې

په پاکستان کې دننه د ټولو نه لویه سیاسي پېښه د منتخب صدراعظم نوازشریف د دندې لېرې کول و. د نوازشریف، د استخباراتي ادارو او پوځ ترمنځ تعلقات هم د هغې نه وروسته زیات خراب شول چې د نوازشریف په لور مریم شریف دا تور ولگیدو چې د ډان ورځپاڼې سره یې د هغې غونډې په هکله پټ معلومات شریک کړیدي چې د ملي امنیت په هکله شوي وه. د ډان ورځپاڼې لیکلې و چې د پاکستان واکمن د نواز گوند د پوځ نه غوښتي چې که په ملک کې د ترهگرو خلاف اقدامات ونکړي نو د نړیوالې انزوا سره به مخ شي. او دغه راز باید د گاونډي ملکونو په هکله خپله پالیسي بدله کړي.

افغان حکومت د پاکستان نه خپلو هغو غوښتنو ته دوام ورکړیدی چې په سیمې کې د سولې لپاره دا ضروري ده چې د ترهگرو په ضد بې د کوم توپیر، عملیات وشي. پاکستان وایي چې هغوي د ټولو ترهگرو په ضد یو شان اقدامات کړي او په افغانستان تور لگوي چې پاکستاني وسله والو ته پناه ورکوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG