د لاس رسي وړ اتصالات

د ځاځي میدان اوسېدونکي: د ډیورند پر کرښې به اغزن تار پرېنږدو


خوست له پاکستان سره ۱۸۴ کيلومتره کرښه لري
خوست له پاکستان سره ۱۸۴ کيلومتره کرښه لري

د څلور ساعته اوږده او ستړي پياده مزله وروسته د انګور تنګي ددې غره سر ته ورسېدو. دلته هوا ډېره يخه او سوړ باد لګيږي خو دغه قومي اربکي له خپلو سرونو تېر د غرونو په لوړو څوکو کې يې سنګرونه نيولي.

د ځاځي ميدان قومي اربکيو دا پوستې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې وروسته له هغه جوړې کړې چې دغې سيمې ته نږدې پاکستاني ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو هڅې پيل کړي خو اوس يې چارې په ټپه درولي دي.

خوست له پاکستان سره ۱۸۴ کيلومتره کرښه لري. له دې څخه نږدې ۴۰ کيلومتره يې له ځاځي ميدان سره تېره شوې. دغو ولسي خلکو خپلې سيمې ته په ورڅېرمه شاوخوا ۱۵ کيلومتره کرښه د اغزن تار د غځولو مخه نيولې.

دوی د مقابل لوري د توپ او ټانک پر وړاندې په کلاشينکوف او نورو پخوانيو ټوپکو مقابلې ته راوتلي.

دا اربکي د نورو اکمالاتو ترڅنګ اوبه په ډېرې سختۍ سره د غره تر څوکې رسوي. پر دې سربېره د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي. دوی زياتره وخت د څو ورځو وچه ډوډۍ له شنه چای سره نيسي.

په مجموع کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي له افغان حکومت نه غوښتنه لري چې د خوراکي موادو د اکمال ترڅنګ يې په وسلو او نورو مهماتو هم تجهيز او سمبال کړي.

د ډیورنډ ټوله کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کيلو متره ده. د پاکستان حکومت ويلي، چې پر ټوله کرښه هم اغزن تار لګوي او هم ۷۲۰ نظامي تاسيسات جوړوي.

پاکستاني چارواکو ويلي، چې د ډيورنډ کرښې په ۱۴۰۳ کيلو مترو کې يې ۲۳۳ امنيتي چاوڼۍ او پوستې جوړې کړي او په ۱۴۰ نورو کار روان دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG