د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د خپل يو جګړن او ۱۳ وسله والو د وژل کیدو ادعا کوي


د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پر خلاف د عملیاتو پر مهال د پوځ یو جګړن هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پر خلاف د عملیاتو پر مهال د پوځ یو جګړن هم وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ډسمبر پر ۲۵ او ۲۶ (مرغومی ۵ او ۶) د خيبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې ۱۳ اورپکي وژلي او پر دې مهال يې د اردو يو جګړن هم وژل شوی دی.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډسمبر پر ۲۶ (مرغومی ۶) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو د خيبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال ووژل او اته نور يې ژوبل کړل.

بيان کې زياته شوې ده چې امنيتي ځواکونو د ډسمبر پر ۲۶مه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د شمالي وزيرستان په ميرلي کې هم عمليات وکړل او هلته يې پنځه وسله وال ووژل او اته نور يې ژوبل کړل. د بيان له مخې له وسله والو سره د نښتې پر مهال په دې نښته کې د پاکستان پوځ يو جګړن هم ووژل شو.

بيان همداشان ليکي چې پوځ همدغه راز د بنو ولسوالۍ په جانيخېلو سيمه کې هم دوه وسله وال ووژل.

د پاکستان پوځ وژل شوي ۱۳ واړه مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ ادعاوې تائید کړي نه دي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعاوې کوي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ولسواليو کې وسله وال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې سیمه ییزو اوسېدونکو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG