د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي د ترهګرۍ خلاف هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي


 پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲ زره او ۱۷۳ عملیات کړي چې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي
پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲ زره او ۱۷۳ عملیات کړي چې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي

د پاکستان پوځ ويلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځ، استخباراتي پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر او ویاند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږی ۱۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې له وسله والو سره د نښتو پر مهال ۱۹۳ پوځي افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ۴۰۲۱ عملیات کړي دي چې د هغه په وينا ۹۰ وسله وال پکې وژل شوي دي.

دا چې د ترهګرۍ پرضد هره ورځ پر دومره عملياتو سربېره هم ولې ناامني نه ده کنټرول شوې او دا عمليات ولې نه دي موثره، د چارو شنونکی رفعت الله اورکزی يې په اړه وايي، د پوځ ویاند ډېره غټه ادعا کوي چې دوی د ورځې ۱۳۰ عملیات کوي داچې دوی په دومره پراخه کچه د استخباراتي معلوماتو پر اساس پوځي عملیات کوي خو بلخوا تحریک طالبان پاکستان بیا یوازې د اګست په میاشت کې ۲۴۳ بریدونو کولو مسولیت منلی دی. دا خو د پروپاګند جګړه ده، طالبان هم د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو ادعاګانې کوي او پوځ هم وسله والو طالبانو ته اوښتي تلفات زیات ښيي.

نوموړی زیاتوي، "زموږ د تېرو ۲۰ کالو د خبریالۍ تجربه دا ښيي، کله چې طالبان د یو برید د مسولیت اخیستو ادعا وکړي نو هغه تر ډېره ریښتیا وي."

د خبریال رفیع الله اورکزي په وینا کله طالبان ووايي، چې په برید کې یې پنځه کسان وژلي‌ دي نو په شمېرو کې یې لږ و ډېر توپیر راتلای شي، خو تر ډېره یې ادعاوې بې بنسټه نه وي، "لکه په وروستیو کې ټي ټي پي ادعا کوي، چې دوی په اګست میاشت کې ۲۴۳ عملیات کړي دي، نو دا خو ډېرې زیاتې پېښې دي. نو بیا خو د استخباراتي مالوماتو پر اساس د پوځي عملیاتو په باب لویې پوښتنې رااوچتېدلای شي. پوځ چې دومره عملیات کوي نو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې زیاتېدو پرځای باید چې کمی راغلی وای. "

د پوځ له وياند جنرال شريف څخه چې د خبري غونډې پر مهال همدا پوښتنه وشوه چې پر روانو عملياتو سربېره بيا هم ولې ترهګري ورځ په ورځ زياتېږي او امنيتي سرتېري وژل کېږي، نو نوموړي ځواب ورکړ چې پوځ دا وخت له وسلوالو د سيمې پاکولو او تر څه وخته د ساتلو کار مخ ته وړي چې بيا يې اړونده انتظامي چارواکو ته وسپاري، خو د هغه په وينا، په پاکستان کې دمګړی داسې هېڅ سيمه نه شته چې هلته څوک د وسله والو د موجودګۍ له امله نه شي تللای. "په پاکستان کې داسې هېڅ سيمه نه شته چې عملاً د ترهګرو کنټرول پکې وي."

د نوموړي د دې ادعا په ځواب کې شنونکی رفیع الله اورکزی وايي، دا خبره سمه ده چې د پخوا غوندې لکه په سوات او وزیرستانونو او نورو سیمو کې چې تحریک طالبان پاکستان ولکه لرله، اوس هغسې نه ده خو هغوی په خیبر پښتونخوا کې تر سل زیاته وړې وړې ډلې لري، او بریدونه کوي. پخوا به هغوی له افغانستان څخه بریدونه کول خو اوس هغوی ټول بریدونه همدلته په پاکستان کې دننه تنظیموي. او د امنیتي ادارو تر ټولو لویه ناکامي دا ده چې دغه خفیه ډلې یې مالومې نکړې.

نوموړی زیاتوي: "پاکستان یو مضبوط دولت دی، او طالبان څنګه توانېږي چې په دومره پراخه کچه د پاکستان له خاورې بریدونه کوي. زموږ ادارو ته یې پته نه لګېږي. او حال دا چې هغوی هر ځای کې شتون لري. "

اورکزی وايي، دا مهال د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو بنو، ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، وزیرستانونو او ټانک کې هره ورځ درې څلور پولیس وژل کېږي. د نوموړي په وینا، "د شپې مهال پولیس له تاڼو نشي راوتلای او نه حکومت لیدل کېږي. سرکاري چارواکو ته ویل شوي چې د شپې مهال به سفر نه کوئ. په سرکاري ګاډو کې سفر مه کوئ، سرکاري کارتونه له ځان سره مه وړئ. "

خبریال او شنونکی رفیع الله اورکزی زیاتوي، یوازې په کلاچي ولسوالۍ کې په تېرو څو میاشتو کې ډېرې زیاتې پېښې وشوې، یو قاضي وتښتول شو، د قاضیانو پر کاروان برید وشو، د بانک ګاډي دوه ځله لوټ شو، همدا څو ورځې وړاندې یې د پوځ یو ډګرمن له څلورو نورو چارواکو سره وتښتول شو. "نو که وسله وال دلته سیمې مخامخ په ولکه کې نه لري نو دا دومره بریدونه بیا څنګه کوي، دا خو خپله د وسله والو ډلو یو ډول ولکه او اجاره داري ښکاره کوي. "

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو چې د خيبر پښتونخوا ځينې سيمې د شپې پر وخت عملاً د وسله والو په کنټرول کې وي. "په ډېره اسماعيل خان، ټانک او لکي مروت کې هېڅ پوليس نه شته. د شپې په اوږدو کې دا سیمې د وسله والو په ولکه کې وي او د ورځې بيا پوليس راشي."

بل خوا پوليس او امنيتي ځواکونو دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې په سیمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې د وسله والو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسله وال يې وژلي او سيمې يې ورڅخه پاکې کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG