د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان غواړي بې اسناده افغان کان کیدونکو ته د کار اجازه ورکړي


د پاکستان د ډبرو سکرو یو کان
د پاکستان د ډبرو سکرو یو کان

په پاکستان کې د کانونو او منرالونو اتحادیې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان حکومت ورسره د هغه ناراجسټر افغان کارکوونکو د ثبتولو هوکړه کړې چې اکثریت یې په کانونو کې کار کوي.

ددې خبرپاڼې له مخې د حکومت له خوا دغه پرېکړې دمګړۍ د دوی سکتور له یو ډېر لوی کړکېچ څخه وژغوره او ټول بې اسناده افغان کارکوونکي به اوس تر ثبتیدو وروسته د کار کولو اجازه ولري.

د ټول پاکستان په کچه د کانونو او منرالو اتحادیې په خپل بیان کې د کانونو له شرکتونو غوښتي چې د بې اسناده افغان کارګرانو د سمدستي نوملیکنه پیل کړي او د هغوی ډېټا دې راټوله کړي.

د بلوچستان د لورلايي د دوکۍ سیمې ښاروال خیرالله ناصر چې خپله هم د ډبرو سکرو کانونه لري، وايي، د ده په ګډون د کانونو ټولو مالکانو ته ویل شوي چې هغه بې اسنادو افغان کارګران چې له دوی سره کار کوي د هغوی نومونه دې ثبت کړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ ته ویل شوي چې د ثبتولو مرحله په درو اونیو کې بشپړه کړو. دا ښه خبر دی. ځکه چې د مزدورانو کمي د کانونو صنعت کې یو لوی بحران جوړ کړی و. له دې اعلان څخه دمګړۍ موږ د کانونو مالکانو خوشاله یو.»

هغه زیاته کړه، که په بلوچستان کې د ډبرو سکرو کانونه بند شي، په پنجاب کې به کارخانې او د خښتو بټیو صنعت په ټپه ودري.

د لورلايي په دوکۍ سیمه کې د دوشنبې پر ورځ پولیسو د ډبرو سکرو لسګونه کان کیندونکي نیولي وو چې اکثر یې افغانان وو. د سیمې ځايي چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې هغوی یې د دغه صوبې موقتي مرکزونو ته وړي چې خپل هېواد ته یې ستانه کړي.

دا چې دغه نوې پریکړه به په تیرو ورځو کې د نیول شویو افغان بې اسنادو کارکوونکو په سرنوښت څه اغیز ولري، په اړه یې څه ندي ویل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG