د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال په پاکستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی دی


په پاکستان کې په روان میلادي کال کې پداسې حال کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان وژل شوي چې لا هم د کال پای ته رسیدو ته نږدې څلور میاشتې پاتې دي.

د جنوبي آسیا پدې هیواد کې په یو کال کې دومره ډیر خبریالان هېڅکله هم نه وو وژل شوي.

د خبریال د وژل کیدو تازه پیښه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په څلورمې د بلوچستان په ولایت کې هغه وخت وشوه چې نا معلومو وسله والو د مستونګ په سیمه کې خبریال نثار لهري د خپل کور په مخکې په ډزو وویشت او وواژه.

د پولیسو لخوا په ثبت شوې شکایت پاڼې کې ویل شوي چې دا خبریال ځکه وژل شوی چې د جنایي عناصرو په هکله یې راپورنه برابرول.

په پاکستان پدې خاطر ډیر انتقادونه کیږي چې د خبریالانو قاتلینو سره حساب کولو کې جدي اقدام نکوي او له همدې کبله دا هیواد په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.

د فریډم نیټورک په نامه یوه غیر انتفاهي ټولنه چې مرکز یې په اسلام آباد کې دی او په پاکستان کې د مطبوعاتو آزادۍ لپاره کار کوي، ویلي چې پدې هیواد کې په روان میلادي کال کې ۱۱ خبریالان وژل شویدي.

د دې ادارې اجرائیوي مشر اقبال خټک امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په پآکستان کې د راپور ورکولو پر مهال خوندیتوب د هر خبریال لپاره اندیښنه ده. ښاغلي خټک دا هم ویلي چې د ډیر شمیر خبریالانو وژل کیدو په پاکستان کې په خپلواکې رسنیو ډیر اغیز کړی.

سره لدې چې پاکستاني چارواکي وایي ډیری خبریالان د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي خو منتقدین بیا د حکومت دا ادعاوې نه مني او وایي چې اکثریت خبریالان د سیند او پنجاب په ولایتونو کې وژل شوي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په پرتله وضعیت پکې نسبتاً آرام دی.

منتقدین د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې پدې تورنوي چې په منظمه توګه خلک د خبریالانو پر ضد تشدد ته هڅوي ځکه چې دا خبریالان د هیواد په سیاسي چارو کې د لاس وهنې په خاطر پدې ځواکمنو ادارو انتقاد کوي.

خو د دې تر څنګ د سیند او پنجاب په ولایت کې د جایدادونو مشهور مالکان او سیاستوال هم د خبریالانو پر ضد تشدد کې لاس لري او حساب کتاب ورسره نه کیږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې فدرالي حکومت به په څلور واړو ولایتونو کې د چارواکو سره کار وکړي چې خبریالانو ته متوجه اندیښنو چاره وکاندي.

ښاغلي تارړ زیاته کړه چې د خبریالانو اندیښنو ته رسیده ګي یوه مهمه موضوع ده او زیاته یې کړه چې په یوې یا دوو قضیو کې باید سزاګانې ورکړل شي تر څو نور ترې عبرت واخلي.

د خبریالانو خوندیتوب کمیټې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی بیا د پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دوو تازه وژل شویو خبریالانو قاتلین دې په سمدستي توګه عدالت ته راکاږي. دې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي که چیرته د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې د هغوي سره چې د خبریالانو سره تشدد کوي، معافیت پای ته ونه رسوي، رسنۍ هم نشي کولی چې ژورنالیزم جاري وساتي.

په عین حال کې د بې پولې خبریالانو ادارې بیا په یوې اعلامیې کې د پاکستان فدرالي او ایالتي چارواکو څخه په تازه راپور کې غوښتي چې د بیان آزادۍ کمیدو لپاره دې عاجل اقدامات وکړي.

دې ادارې ویلي چې پاکستان په نړۍ کې رسنیو کار کوونکو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG