د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د اسرائیل صدراعظم 'ترهګر' اعلان کړ


د سخت دریځو مظاهره چیانو د فشارونو له کبله د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ جولای ۱۹ ( چنګاښ ۲۹) د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو "ترهګر" اعلان کړ او د فلسطینیانو سره د ادعا شویو "جنګي جنایاتو" له کبله یې عدالت ته د هغه د راکش کولو غوښتنه وکړله.

په سیاسي او عامه چارو کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف سلاکار رانا ثناالله په یوې اعلامیې ویلي چې دا پریکړه یې د تحریک لبیک پاکستان مذهبي ګوند سره د یوې معاملې له مخې کړې چې له مخې به یې دا ګوند په اسلام آباد کې خپل پرلت پای ته ورسوي چې یو مهم سړک یې بند کړی و.

ثناالله چې د تحریک لبیک پاکستان ګوند مشر او د اطلاعاتو وزیر عطالله تارړ هم ورسره ناست و، په اسلام آباد کې خبري کنفرانس کې وویل، "نیتنیاهو یو ترهګر او د جنګي جنایاتو مرتکب دی".

همدا، د مظاهرو پای ته رسولو لپاره د تحریک لبیک پاکستان سخت دریځ ګوند یوه مهمه غوښتنه وه.

د دې سخت دریځ ګوند زرګونو پلویانو د شنبې په ورځ په اسلام آباد کې لاریون وکړ او په غزې کې د اسرائیل بریدونه یې وغندل. هغوي د پاکستان د حکومت څخه غوښتل چې د اسرائیل صدراعظم ترهګر اعلان کړي، د اسرائیل محصولاتو سره مقاطعه وکړي او فلسطینیانو ته مرستندویه مواد ورسوي.

د لاریون پای ته رسیدو وروسته هم د دې ګوند ډیر شمیر غړیو په یوې مهمې څلور لارې کې اسلام آباد او د راولپنډۍ ښار سره نښلوي، پرلت وکړ چې د موټرو تګ راتګ یې مخطل کړی و.

رانا ثناالله زیاته کړه، "مونږ د نیتنیاهو محاکمه کیدل غواړو. مونږ د زړه له کومې په غزې کې د (د اسرائیل ظلم)، اسرائیل او ټول هغه قوتونه چې پکې لاس لري، غندو".

دا لومړی ځل ندی چې د تحریک لبیبک پاکستان پدې هیواد کې حکومت دې ډول پریکړې کولو ته اړ کوي. د دې ګوند زرګونو پلویانو په ۲۰۱۷ کال کې د پارلمان غړیو ته د قسم ورکولو په برخې کې د اصلاحاتو پر ضد هم د دریو اوونیو لپاره پرلت کړی و چې پایتخت اسلام آباد یې فلج کړی و.

پاکستان د اسرائیل سره ديپلوماتیکې اړیکې نلري او نه یې دا هیواد تر اوسه په رسیمت پیژندلی. اسلام آباد همدارنګه د داسې فلسطیني دولت جوړیدل غواړي چې سرحدونه یې د ۱۹۶۷ جګړې وړاندې سرحدونو پر اساس وي.

سره لدې چې پاکستان د اسرائیل سره هیڅ سوداګریزې اړیکې نلري، ډیر شمیر پاکستانیان د اسرائیلي محصولاتو او هغو غربي شرکتونو سره د پریکون غوښتنه کوي چې د اسرائیل ملاتړ کوي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار زیاته کړه، " مونږ به نه یوازې د اسرائیل بلکې د هغوي سره تړلو تولیداتو او شرکتونو سره مقاطع وکړو چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه ددې ظلم سره لاس لري او د (اسرائیلي) ځواکونو سره مرسته کوي".

ثناالله زیاته کړه چې د اسرائیلي تولیداتو معلومولو لپاره به یوه کمیټه جوړه کړي.

حکومت همدارنګه د تحریک لبیک پاکستان ګوند سره ژمنه وکړله چې د همدې میاشتې تر پایه به فلسطینیانو ته څه د پاسه ۱۰۰۰ ټنه خوراکي مواد واستوي. پاکستان تر دې وړاندې هم غزې ته بشري مرستې استولي دي.

د اسرائیل حکومت تر د پاکستان په پریکړې تبصره نده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG