د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي حزب المجاهدین ترهګري نه قانوني مبارزه کوي


Kashmir Rally-1
Kashmir Rally-1

پاکستان د امریکا هغه پریکړه غندلې ده چې د حزب المجاهدین ډله یې د بهرنو ترهګرو په لسټ کې شامله کړي.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د پنج شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اسلام اباد د امریکې فیصلې ناهیلي کړیدي. هغه ویل چې کشمیر په نړیواله توګه په دې پیژندل شوي سیمه ده چې پاکستان او هند دواړه پرې د ملکیت ادعا لري او د ملګرو ملتونو شورا په دغه مسله پریکړه لیک هم صادر کړیدی او د لسیزو نه د پلې کیدو انتظار باسي.

هغه وویل "د کشمیر د اوسیدونکو د ازادۍ لپاره ۷۰ کلنه مبارزه قانوني مبارزه ده. د کشمیریانو د ازادۍ غورځنګ ته د ترهګرۍ نوم ورکول د منلو وړ اقدام ندي."

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ د حزب المجاهدین ‌ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې واچوله. د امریکا د بهرنو چارو وزارت وویل چې د دغې اقدام هدف یې دا دې چې د دغې ډلې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د مالې مرستو مخه ونیول شي.

د بهرنو چارو وزارت زیاتوي چې حزب المجاهدین د ګڼ شمیر حملو مسولیت منلې دې چې یوه پکې په کشمیر کې په ۲۰۱۵ کال کې بمي چاودنه وه چې ۱۷ تنه پکې زخمي شوي و.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د دغې پریکړې نه وروسته به د حزب الماهدین د ډلې په امریکا کې شتمنۍ کنګل شي او څوک به ونکړی شي چې د امریکا نه دغه ډلې ته پیسې واستوي او ورکړه راکړه ورسره ولري.

په مظفر اباد کې د امریکا د بهرنو چارو د وزارت د فیصلې په خلاف په سلګونو خلکو مظاهره وکړه. مظفر اباد د پاکستان د ولقې لاندې د کشمیر پایه تخت دی. د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د بیلتون غوښتونکي ډلې مشر میرواعظ عمر فاروق هم د امریکا د بهرنو چارو وزارت فیصله غندلې ده. او وایي چې هغه کسان چې د هند د قبضې په خلاف د ازاذۍ لپاره جنګیږي، ترهګر ندي.

ښاغلي فاروق امریکا غږ ته وویل "دا نړیواله ترهګره ډله نده، هغوي د کشمیر نه د باندې فعالتونه نه کوي ، بیګناه خلک نه وژني، د کشمیر مسله په نړیواله توګه منل شوې لانجه ده چې نړیوال حل ته ضروروت لري. هند دیته تیار ندی چې دا مسله په سوله ایزه توګه حل کړي."

حزب المجاهدین د ۱۹۴۸ کال نه راپدیخوا فعالیتونه کوي. د دغه ډلې مشر سید صلاح الدین چې په پاکستان کې ژوند کوي ، د امریکا د بهرنو چارو وزارت څه موده مخکې د بهرنو ترهګرو به لسټ کې شامل کړ. هغه د دغې فیصلی نه وروسته خپله ژمنه تکرار کړه چې د هند د استعمار ضد به جنګ ته ادامه ورکړي.

اسلام اباد او هند دواړه په کشمیر د ملکیت ادعا لري او تر اوسه یې ۳ لوی جنګونه شويدي. د دواړو ملکونو تر منځ د کشمیر په مسله تعلقات خراب دي.

د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۰۱۶ کال د جولایي په میاشت کې د هغی نه وروسته حالات د کنټرول نه ووتل چې د هند عسکرو د حزب المجاهدین یو ځوان مشر برهان واني د یوې مقابلې نه وروسته وواژه. د کشمیر په زیاترو برخو کې د دغې په ضد مظاهرې دوام لري.

هند په باکستان تورونه لګوي چې د ترهګرو سره مالي مرسته کوي او ورته وسلې ورکوي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG