د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په کرمه کې د اکمالاتو پر یو کاروان برید شوی


د کرمې قبائیلي سیمه
د کرمې قبائیلي سیمه

د پاکستان په کرمه سیمه کې وسله والو کسانو د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومي ۲۷) په هغه کاروان برید وکړ چې په فرقه ییزو جګړو کې ښکیلې دغې سیمې ته یې مالونه لیږدول.

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د کرمې سیمه له څو لسیزو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ښکار شوې، خو د نومبر د میاشتې راهیسې پدې سیمه کې د مذهبي ډلو ترمنځ په تازه جګړو کې شاوخوا ۱۴۰ کسان ووژل شول.

په سیمه کې د پولیسو یو لوړپوري مقام وویل چې د ۳۳ لاریو یو کاروان چې ځایی سوداګرو ته یې وريجې، اوړه او غوړي لیږدول پرې "برید شوی" دی په کې په اړینو درملو بار د مرستو رسولو دوه موټر هم شامل دي.

یو سیمه ییز مقام د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته وویل، "له برید وروسته، ۲۱ لارۍ له سیمې څخه بیرته په شا شوي، خو ۱۲ نورې لارې ګیر پاته دي." هغه ریاته کړه چې، "له پېښې وروسته په دوو نورو ځایونو کې سختې ډزې هم شوي دي."

د پولیسو يو بل لوړپوړي مقام هم د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې په دغه بريد کې يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل: "د ځواکونو په ځوابي ډزو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه يې کره شمېره نه شم ويلاى. اوس هم ډزې روانې دي."

د پولیسو جګپوړي چارواکي صهیب ګل وویل چې د برید په پایله کې ځینو لاریو "اور اخیستی" دی.

د کرمې ډپټي کمشنر محمد اشفاق خان وویل، دا کاروان، چې د خیبر پښتونخوا د تھل د ښارګوټي څخه بهر په نښه شو، دریم کاروان و چې د وروستي اوربند راهیسې یې د سړک له لارې سیمې ته د رسېدو هڅه کوله.

له دې دمخه هم وسله والو د مرستو پر یو کاروان برید کړی و، چې د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مامورین او د هغوی امنیتي ساتونکي په کې ټپیان شوي وو.

په کرمه کې اوسیدونکې ټولنې سره څنګ په څنګ ژوند کوي، خو په منظمه توګه د ځمکې پر سر په شخړو کې ښکیل کیږي.

د تاوتریخوالی دا اوسنی پړاو د نومبر په میاشت کې هغه مهال پیل شو چې د شیعه مسلمانانو پر دوو جلا کاروانونو چې د پولیسو تر څارنې لاندې روان وو، برید وشو چې ۴۰ تنه پکې ووژل شول.

پداسې حال کې چې دښمنې قبیلې د یو بل پر وړاندې درنې وسلې کاروي، د افغانستان سره په پوله دغه پرته سیمه تر ډیره د بهرنۍ څخه څخه منزوي شوې ده.

سره له دې چې د روان کال د جنورۍ د لومړۍ نتیټې راهیسې د سیالو ډلو ترمنځ اوربند څو ځلې اوربند وشو، خو تر اوسه د تاوتریخوالي مخه نده نیول شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG