د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په سلګونو روغتیایي کارکوونکي په کووید۱۹ اخته شوي 


د پاکستان د روغتیا مرکزي اداره وایي چې د ډاکترانو په ګډون ۳۴۵ روغتیایي کارکوونکي پدې هیواد کې په کووید۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوي دي.

ددغې ادارې په وینا یواځې په اسلام آباد کې ۱۳ ډاکتران، درې نرسان او ۱۲ روغتیایي کارکوونکي په کروناویروس اخته شوي دي.

په پنجاب ایالت کې چې د پاکستان د کروناویروس مرکز ګڼل کیږي تر اوسه ۵۵ ډاکتران، ۱۶ نرسان او ۲۲ نور روغتیایي پرسونل پدغه بیمارۍ باندې اخته شوي دي.

ددغه ایالت د روغتیایي برخې کارکوونکو پرون د اپریل ۲۵ (غویي ۶) د طبي وسایلو د نشتون په وجه اعتصاب وکړ چې خوراک او څښاک به نکوي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۳۴ ډاکټران، شپږ نرسان او ۳۱ نور روغتیایي کارکوونکي او په سند ایالت کې ۲۸ ډاکتران، ۱۷ نرسان او ۲۷ روغتیایي کارکوونکي په کروناویروس اخته دي.

په بلوچستان ایالت کې هم د روغتیایي محافظتي وسایلو د نشتون په وجه ۳۲ ډاکتران، درې نرسان او ۲۰ روغتیایي کارکوونکي پدې ویروس اخته دي.

په پاکستان کې د مارچ میاشتې راهیسې ډاکتران په روغتونونو کې د طبي محافظتي وسایلو او تجهیزاتو د نشتون په اړه شکایتونه کوي او وایي چې په همدې دلیل روغتیایي کارکوونکي په کروناویروس اخته شوي دي.

په پاکستان کې تر اوسه ۱۲۷۲۳ تنه په کووید۱۹ اخته دي او ددې جملې نه ۲۶۹ تنه یې مړه شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې رامنځ ته شو او له هغه ځایه د نؤۍ ۱۸۵ هیوادونو او سیمو ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې د یکشنبې د ورځې اپریل ۲۶ (غویي ۷) تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۲۰۳ زره کسان پدې ویروس مړه شوي او له دوو میلینو څخه زیات کسان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG