د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ پاکستان کې ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ کسان مړه شوي


پاکستان کې د کرونا پېښې بیا زیاتې شوې
پاکستان کې د کرونا پېښې بیا زیاتې شوې

په پاکستان کې چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۴۴۶۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۶۷ نور مړه شوي دي.

دا په تېرو شپږو میاشتو کې تر ټولو ډېر کسان دي چې په په ۲۴ ساعتونو کې پاکستان کې د کرونا په ویروس اخته کیږي او یا مړه کیږي.

په پاکستان کې د کروناویروس د کنترول د برخې مشر اسد عمر وايي که حالت همداسې روان و، حکومت به اړ شي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.

د نویو کسانو په مړینې سره په ټول پاکستان کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر ۱۴۱۵۸ ته ورسېده.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې په ټول پاکستان کې نژدې ۶۵۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي وو چې اکثریت یې بېرته رغېدلي دي او دا مهال په دغه هېواد کې ۴۲۳۸۴ کسان په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس له کبله تر ټولو ډېر کسان په پنجاب او کم یې په ګلګت بلتستان کې مړه شوي. د پنجاب په ایالت کې ۶۱۹۰ او ګلګت بلتستان کې ۱۰۳ کسان مړه شوي دي.

کرونا ویروس په خیبر پښتونخوا کې بیا تر دې دمه ۲۲۷۴ کسان مړه کړي دي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې بیا د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي دي. څه موده مخکې ددغه هېواد صدراعظم عمران خان هم د کرونا په ویروس اخته شوی و.

XS
SM
MD
LG