د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په مظاهرو کې ۲ پولیس وژل شوي


د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شویدي.

د سیمې د پولیسو مشر غلام محمود دوګر ویلي چې د مظاهره چیانو د پرلت د ماتولو لپاره نیمه پوځیان هم ګمارل شوي.

دا مظاهرې د تحریک لبیک پاکستان په نامه سخت دریځه اسلامي ډله د خپل مشر د نیول کیدو په خاطر کوي. پولیسو د دې ډلې مشر سعد رضوي د دوشنبې په ورځ ونیوه.

په رضوي دا تور دی چې د یو پولیس د وژلو لپاره یې خلک پارولي وو.

د رپوټونو له مخې مظاهره چیانو لومړی یو پولیس وتښتاوه او وروسته یې په وهلو وهلو وواژه.

د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د دوشنبې په ورځ د خپل مشر تر نیول کیدو وروسته د هیواد اکثریت لویې لارې بندې کړي، خو پولیسو د سه شنبې په ورځ اکثریت مظاهره چیان خواره واره کړل او یوازې د لاهور په ښار کې پاتې شول.

دې سخت دریځه اسلامي ډلې تیر کال هم اسلام آباد ته غځیدلې لویه لار بنده کړې وه. دا مظاهرې هغه وخت وشوې چې په فرانسې کې یو ښوونکی پدې خاطر ووژل شو چې خپلو زده کوونکو ته یې د اسلام د پیغمبر کارتون ښودلی و.

د تحریک لبیک پاکستان ډلې د حکومت نه غوښتي و چې د فرانسې د تولیداتو سره به مقاطعه کوي چې حکومت هم ورسره منلې وه.

دغې ډلې د روان کال په لومړیو کې د حکومت سره خپله موافقه بیا نوې کړه او د پارلمان څخه یې وغوښتل چې د اپریل تر شلمې پورې د پاکستان نه د فرانسې د سفیر د ایستلو لپاره پریکړه وکړي.

د پاکستان پارلمان په فرانسه کې په تیر اکتوبر کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو ښودل غندلي او له حکومت څخه یې غوښتي چې د فرانسې نه خپل سفیر راوغواړي.

XS
SM
MD
LG