د لاس رسي وړ اتصالات

صادق خان: پاکستان له افغانستان سره د مخدره توکو ضد مبارزې ته ژمن دی


د نشه يي توکو سره د مبارزې د ګډې کاري کمیټې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوړب د دوحې د ۳ غوندې د پریکړو له مخې جوړه شوې ده.
د نشه يي توکو سره د مبارزې د ګډې کاري کمیټې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوړب د دوحې د ۳ غوندې د پریکړو له مخې جوړه شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د فبرورۍ پر ۱۲ (سلواغه ۲۴) ویلي دي چې د دوحې بهیر کاري ډلې په غونډه کې یې له افغانستان سره د مخدره توکو پرضد مبارزې په برخه کې د مرستې کولو ژمنه بیا تکرار کړې ده.

صادق خان، چې په یاده غونډه کې یې انلاین ګډون کړی وو، وویل، پاکستان ژمن دی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لومړیتوب، د ترانزیټ توکو اسانتیاوو، او له اقلیمي بدلون سره د مقاومت لرونکو کرنیزو تخنیکونو په برخه کې مرستې وکړي.

نوموړي دا بیان پر خپله اېکس پاڼه خپور کړی، چې پکې د افغانستان زده کوونکو ته د پاکستان په پوهنتونونو کې د ۴۵۰۰ بورسونو یادونه هم شوې ده. هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو ضد مبارزې په برخه کې د قانون پلي کوونکو ظرفیتونو لوړولو، او د افغانانو لپاره د بدیلو کاري فرصتونو په برابرولو کې به مرستې کوي.

که څه هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د خپل هېواد ژمنې تکرار کړې خو د دواړو هېوادونو اړیکې د تېر په څېر زښته ترینګلې دي.

اسلام‌آباد په کابل کې پر واکمنو طالبانو تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې، چې پر دوی بریدونه کوي، خو طالبان بیا دغه ادعاوې نه مني، دوی پر اسلام اباد تور پورې کوي، چې په افغانستان کې د امنیتي پیښو اکثره عاملان د پاکستان له خاورې وراوړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG