د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د محرمو اسنادو په افشا کولو تورن شو


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان، چې اوسمهال د اداري فساد په جرم په بند کې دی، د هغه هېواد د یوې محکمې لخوا د اکتوبر په ۲۳ (لړم لومړۍ) د دولتي محرمو اسنادو په افشا کولو تورن شو.

که چیري دغه تور پر عمران خان ثابت شي، نو تر ۱۴ کاله بند باندې محکومیدلای شي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د څانګې چارواکي، شاه خاور له اډیاله زندان څخه بهر، چیري چې عمران خان زنداني دی، پدې اړه وویل، چې ښاغلي خان ته پر هغه د لګیدلي تور په اړه خبر ورکړل شوی دی.‌

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، دغه دوسیه د هغه سند له مخې جوړه شوې چې عمران خان له واکه د هغه د لرې کولو لپاره د پاکستان د پوځ په ملاتړ د امریکا د دسیسې د ثبوت په توګه وړاندې کړ.

امریکا او د پاکستان پوځ دواړو دغه تورونه رد کړي دي.

په دې قضیه کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم تورن شوی دی.

د دغه ګوند ویاند ویلي، عمران خان او قریشي دواړه په محکمې کې دننه د تړلو دروازو تر شا تورن شوي دي.

د پاکستان د پخوانی صدراعظم مدافع وکیل، عمر خان نیازي ویلي، دوی به د دغه تور پرضد مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه، چې دا قضیه هان د مرګ سزا هم لرلای شي.

د عمران خان د پلویانو پوځي محاکمه

د پاکستان پخوانی صدراعظم پداسې حال کې له دغو تورونو سره مخامخ کیږي، چې د پاکستان سترې محکمې، نن دوشنبه په پوځي محکمو کې د ملکي وګړو محکمه غیرمجاز اعلان کړه او زیاته یې کړه، چې په بلوا تورن د عمران خان د پلویانو قضیه به په دغو محکمو نه څيړل کیږي.‌

اټکل کیده چې د عمران تر سلو زیات پلویان په پوځي محکمه کې محاکمه شي.

د مې په میاشت کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د عمران خان یو شمېر ملاتړي د دغه هېواد پوځ ته وسپارل، چې پوځي محاکمې شي.

د لاهور محکمې دغه شکمن کسان ګرم وبلل او ویې ویل، چې له دوی څخه باید په مشخص ډول پوښتنې ګرویژنې وشي او همدارنګه د دغه ایالت د زندان چارواکو ته یې امر وکړ، چې د خان د پلویانو دغه ډله پوځ ته وسپاري.

د روان کال په لومړیو کې د عمران خان په ملاتړ د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د هغه یو شمېر پلویانو پر پوځي تاسیساتو بریدونه وکړل او هغه یې زیانمن کړل.

د پاکستان لوی درستیز، جنرال عاصم منیر، د می په میاشت کې وویل، چې په پوځي تاسیساتو په بریدونو کې ښکیل کسان به په پوځي محکمو کې محاکمه شي. هغه مهال د شهباز شریف په مشرۍ،‌ حکومت د پوځ ددغه پریکړې څخه ملاتړ کړی وو.‌

د دې پریکړې په ځواب کې عمران خان وویل، چې حکومت په ټول ځواک سره د ده د ګوند (تحریک انصاف پاکستان) د منحل کول لپاره لاس په کار شوی او پر پوځي تاسیساتو بریدونه د دې کار لپاره یوه پلمه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG