د طالبانو حکومت د پاکستان د کویټې په ښار کې د ځانمرګي برید وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره ددغه برید په تړاو د خواجه اصف څرګندونو ته غبرګون کې ویلي چې اسلام اباد دې خپل مسولیت د طالبانو په غاړه نه اچوي او خپلو ستونزو ته دې په کور دننه حل ولتوي.
د نومبرپه نهم ( لړم ۱۹) د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې په ښار کې د یو ځانمرګي برید وروسته چې له امله یې د دغه هیواد د امنیتي ادارو د یو شمیر منسوبینو په ګډون په لسګونو کسان ووژل شول او ټپیان شول، د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت باندې تور ولګوه چې ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ نومبر۱۱( لړم ۲۱) په یوه لنډه ویډیوي وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلویزیون له خوا خپره شوې د پاکستان د دفاع وزیرادعاوې ردې کړي.
هغه ویلي: " افغانستان نور د هیچا پر وړاندې تهدید نه دی، پاکستان دې خپل مشکلات زمونږ پر غاړه نه را اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي."
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو نیوز تلویزیون په یوه خپرونه کې د خبرو په مهال وویل، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. هغه ګواښ وکړ چې پاکستان ته ددغو اقداماتو پرخلاف د پریکنده ګامونو د اوچتولو اړتیا ده.
خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي چې د خواجه محمد اصف دغه ادعاوې په کلکه ردوي او دا پیښې د طالبانو د حکومت سره هیڅ تړاو نلري.
هغه ویلی: " دغه موضوعات مونږ پورې هیڅ اړه نلري اسلامي امارت [طالبانو حکومت] چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرخلاف وکاروي".
د شنبې د ورځې په سهار د د کویټې د اورګاډي په سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو په ګډون۲۶ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات نور ټپیان شوي وو.
ددې برید مسوولیت د بلوڅلو د ازادۍ اردو په نوم یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستي وو. دغې ډلې ویلي و چې د برید هدف یې د پاکستان د پوځ منسوبین وو چې د یو ټرنینګ وروسته خپلو مرکزونو ته روان وو.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په دغه تلویزیوني خپرونه کې وویل چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونوکې د ترهګرۍ په پېښو کې دفاعي ځواکونو په نښه کول د پاکستان د کمزوري کولو لپاره یوه توطیه ده.
هغه تور ولګولو چې په دې توطیه کې د هند تر څنګ نور هیوادونه هم شامل دي. خواجه اصف وویل چې په بلوچستان کې د چین وګړي په نښه کیږي، تر څو د هغه په وینا چینایان دې ته اړ شي چې له دغه ځایه ووځي.
هغه وویل چې د پاکستان د پوځ منسوبین هم په دواړو ایالتونو کې د ترهګرۍ په پیښو کې په نښه کيږي او په دغو بریدونو کې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې لوړ پوړي پاکستان چارواکي د ترګرو ډلو له خوا ددغه هیواد پرضد د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاورې د کار اخیستلو ادعاوې کوي.
پاکستاني چارواکو دمخه هم ورته ادعاوې کړي وې. خو دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي د بلوڅو د ازادۍ د اردو د پوځي ډلې د بریدونو پړه د طالبانو پر حکومت اچوي. پاکستان دمخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې د شتون او له دغه هیواد څخه په پاکستان کې دننه پر امنیتي ځواکونو باندې د بریدونه ادعاوې کړې وې، چې د طالبانو حکومت له خوا په پرله پسې ډول دا ادعاوې ردې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی په جلا اعلامیو کې د کویټې په ښار کې د تیرې شنبې د ورځې برید په سخټو ټکو غندلی وو.
د پاکستان د پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې په روان ۲۰۲۴ کال کې وسلوال بریدونه زیات شوي ، چې اکثره په کې ددغه هیواد امنیتي منسوبین په نښه شوي دي .
د خبیرپښتونخوا ایالت کې د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان او په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو د ازادۍ اردو ډلې پر غاړه اخیستی دی.
فورم \ دبحث خونه