د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سترې محکمې لومړۍ قاضۍ لوړه وکړه 


عایشه ملک د پاکستان د سترې محکمې لومړۍ قاضۍ
عایشه ملک د پاکستان د سترې محکمې لومړۍ قاضۍ

په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) عایشه ملک د دغه هېواد سترې محکمې غړې په توګه لوړه وکړه.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړۍ قاضۍ ده چې د سترې محکمې غړې کېږي. د هغې د لوړې مراسم په تلویزون باندې ژوندي ښودل کیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «زه عایشه ملک ته مبارکي ورکوم چې د سترې محکمې لومړنۍ ښځینه قاضۍ شوه. په چارو کې یې بریالۍ غواړم.»

عایشه ملک به اوس د پاکستان د سترې محکمې له ۱۵ نورو نارینوو قاضیانو سره ګډ کار کوي.

تېرکال سترې محکمې ته د هغې د غړیتوب وړاندیز رد شوی و. د پاکستان د عدلیې کمېسیون چې د قاضیانو د پرمختګ په اړه پرېکړې کوي، د هغې غړیتوب رد کړی و. هلته پنځه مخالفې او څلور موافقې رایې ورکړل شوې وې. په پاکستان کې د مدافع وکیلانو ټولنو هم د سترې محکمې غړیتوب ته د هغې د نومولو مخالفت کړی او ویلي یې وو چې هغه د لاهور د دریو مجربو قاضیانو په کتار کې شامله نه ده.

د سترې محکمې مشر ګلزار احمد چې د لوړې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، خبریالانو ته وویل: «هغه [عایشه ملک] ددې وړتیا لري چې د سترې محکمې غړې شي او غړې یې شوه...»

په پاکستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانو په سترې محکمې د هغې ګمارل ستایلي دي. عایشه ملک د امریکا په متحدو ایالتونو د هارورډ پوهنتون کې لوړې زده کړې دي.

نوموړې تېرکال د لاهور په محکمې کې د جنسي تېري د قرباني‌ شویو نجونو د «بکارت د پردې» د معاینه کولو په مخالفت کې مشهوره شوه. هغې دا کار غیرقانوني او د قرباني شویو نجونو بې عزتي او شرم وګاڼه.

نوموړې همدغه راز د فدرال او ایالتي‌ حکومتونو ته لارښوونې وکړې چې د «بکارت دا ډول ازموینې دې» بندې کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان هم دا« ازموینه غیر علمي، ځورونکی او د نجونو او ښځو د بشري‌ حقونو خلاف» بللې وه. عایشه ملک هغه وخت د ملګرو ملتونو د مطبوعاتو برخې ته ویلي وو چې هغه به د دغه تبعیض په ضد مبارزه کوي‌ او د نجونو او ښځو غږ به اوچتوي.

XS
SM
MD
LG