د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد د طالبانو حکومت له خوا د ټي ټي پي د ۲۰۰ غړو نیول تائید کړل


د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې د ۲۰۰ وسله والو د نیولو راپورونه تائید کړي دي.

ښاغلي جیلاني د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د طالبانو د حکومت چارواکو یو پاکستاني پلاوي سره ددغو دوو سوو وسله والو د نیولو معلومات شریک کړي دي.

ښاغلي جیلاني وویل: "زمونږ په یوه وروستۍ غونډه کې هغوی (طالبانو حکومت) په دې اړه (نیولو په اړه ) مونږ ته ویلي دي او مونږ تمه لرو چې د ټي ټي پي دا کسان به په زندانونو کې وساتل شي او د قانون په اساس به ورسره چلند وشي".

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې که چیرې دا نیول شوي وسله وال افغانان نه وي اسلام اباد به یې پاکستان ته د سپارلو غوښتنه وکړي.

يوې پاکستانۍ سرچینې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۷ ( تلې پنځم) امریکا غږ ته ویلي و، چې د طالبانو حکومت شاوخوا ٢٠٠ پاکستانيان نيولي چې د پاکستان له چترال څخه افغانستان ته تللي وو.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دا جنګیالي اوس په زندان کې دي او زیاته یې کړه چې د افغانستان اوسني چارواکي د پاکستان د تحریک طالبان غړي د ډیورنډ له پولې لرې لېږدوي.

هغه وویل: "خو د پایلو د معلومیدو دمخه باید انتظار وکړو او د دې کړنو پایلې وګورو، نو پدې خاطر باید دوی ته د دې کړنو لپاره وخت ورکړو."

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو نيونو په اړه څه نه دي ويلي. خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د چهارشنبې په ورځ سپټمبر۲۷( تلې پنځم) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډیو په خلاف د نه کارولو په اړه یو ځل بیا د خپل حکومت دریځ تکرار کړ.

ښاغلي ستانکزي پرته له دې چې د پاکستان د حکومت د چارواکو نوم واخلي وویل، هرهیواد چې په خپل ملک کې دننه امنیتي او اقتصادي ستونزې لري هڅه دې وکړي چې خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي.

هغه وویل، چې که په کوم ځای کې ستونزې وي او طالبانو حکومت یې د ستونزو په هوارولو کې مرسته کولی شي نو دوی چمتو دی، چې که ورته اړتیا وي، د یو ورور او ښه ګاونډي هیواد په توګه په خپله وسه د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: " همدا نیوکې او په هرځای او هره غونډه کې او په هرکنفرانس کې او بې ځایه تورونه لګول ددې سبب کیږي چې خدای نخواسته د هیوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې شي او د هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي او دا زمونږ د یو په ګټه هم نه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني په مشرۍ د پاکستان يو لوړ پوړى پلاوى د دغه هېواد د امنيتي ادارو د چارواکو په ګډون د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ٢١مه له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د چټرال په سرحدي سیمه کې د پاکستان د پوځ په امنیتي پوستو د برید په ګډون پاکستان کې د یو شمیر وروستیو ترهګریزو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د اسلام اباد د ادعا له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ترلاسه کولو وروسته، د پاکستان د تحریک طالبان ډلې مشران او وسله وال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د پاکستان له پولو بهر یې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.

په دغو بریدونو کې په سلګونو پاکستاني امنیتي ځواکونه، پولیس او د پوځ سرتیري وژل شوي او دا بریدونه اوس هم دوام لري.

د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG