د لاس رسي وړ اتصالات

اسحاق ډار: پاکستان په افغانستان کې د چای د پیالې بیه پرې کوي


اسحاق ډار په لندن کې د پاکستان په سفارت کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د چا نوم وانخيست خو زياته يې کړه چې هېواد يې په افغانستان کې "د چايو د پيالې" بيه پرې کوي.
اسحاق ډار په لندن کې د پاکستان په سفارت کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د چا نوم وانخيست خو زياته يې کړه چې هېواد يې په افغانستان کې "د چايو د پيالې" بيه پرې کوي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې "د چايو د پيالې" بيه پرې کوي.

نوموړي د سپټمبر پر اوومه (وږي ۱۷مه) په لندن کې د پاکستان په سفارت کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د چا نوم وانخيست خو زياته يې کړه چې له هغه راهيسې په پاکستان کې ناامني او ترهګري زياته شوې ده.

د پاکستان د استخباراتي ادارې "ای اېس ای" مشر جنرال فيض حميد د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو اونۍ وروسته کابل ته تللی وو او هلته يې په يو شخصي هوټل کې د چايو پياله په لاس انځورونه خپاره شوي ول.

دا هغه وخت وو چې د طالبانو حکومت د سرپرستې کابينې په جوړولو بوخت وو، خو ګڼو افغانانو کابل ته د جنرال حميد سفر د افغانستان په داخلي چارو کې د "مداخلت" له امله ډېر زيات "غندلی" وو او انتقاد يې ورباندې کړی وو.

اسحاق ډار په پاکستان کې د ترهګرۍ روانو پېښو ته په اشارې وويل چې دا د جنرال فيض حميد له خوا د وسله والو له خوشې کولو سره تړاو لري.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان پخواني حکومت د ۲۰۲۱ کال په وروستيو کې د هغه مهال د پوځ له مشرتابه سره په سلا د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) له ځينو مشرانو سره په کابل کې خبرې کړې وې چې منځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کړی وو.

په څو پړاوونو کې شویو هغو مذاکراتو کې د پاکستان ځينو سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ کال په مې مياشت کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ اوربند وشو. خو د همغه کال په نومبر مياشت کې ټي ټي پي اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د دوی پر وسله والو بریدونه کوي نو ځکه دا اوربند ختموي. تر هغه وروسته، دغې وسله والې ډلې په خیبر پښتونخوا کې بريدونه زيات کړي دي.

پاکستاني چارواکو په بیا بیا ويلي‌چې دغو مذاکراتو تحريک طالبان پاکستان او نورې وسلوالې ډلې نورې قوي کړې. د خیبر پښتونخوا پولیسو منلې وه چې د هغو مذاکراتو له امله وسلوالو بیا ځان منظم کړی او پرمختللې وسلې یې لاس ته راوړي نو ځکه یې بریدونه زيات کړي دي.

اسحاق ډار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پر جنرال فيض حميد د پاکستان په نظامي محکمه کې قضيه روانه ده. د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۲مه (زمري ۲۲) په يو بيان کې ويلي وو چې پخوانی ډګر جنرال فيض حمید یې د سترې محکمې د امر پر اساس د اداري فساد يا درغلیو په قضيه کې نیولی او د هغه قضيه يې نظامي محکمې ته سپارلې ده.

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي چې د جنرال حميد پرضد د درغلۍ يا سياسي هلو ځلو مقدمې جوړول سطحي خبره ده.

نوموړی زياتوي چې پر فيض حميد په پاکستان کې دننه او بهر ډېرې نيوکې وشوې او د هغه د کړنو له امله پوځ ډېر بدنام شو، خو د نوموړي په خبره يوازې له هغه بايد "د قربانۍ ګډوری" جوړ نه کړل شي.

"جنرال فيض حميد د پاکستان سياست له پټلۍ غورځولی دی. هغه د پښتنو پر سيمه روان قتل عام ته نوی ژوند ورکړی دی. په دې کار کې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او پخوانی وزيراعظم عمران خان هم ورسره شريک ول."

جنرال فيض حميد د ۲۰۱۹ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر نومبره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر وو. تر دې وروسته هغه د ۲۰۲۲ کال د اګست تراتمې پورې د پېښور او بیا د بهاولپور قول اردو مشر شو. نوموړی هلته د ۲۰۲۲ کال تر پايه پاتې شو او د ماموريت د مودې تر رسمي پای ته رسېدو مخکې یې استعفا ورکړه.

د سپټمبر پر اوومه چې د خبري غونډې پر مهال کله له اسحاق ډار څخه پوښتنه وشوه چې ايا جنرال فيض حمید د هغه وخت د لومړي وزیر عمران خان په اجازه کابل ته تللی وو، نو ښاغلي ډار وویل: "زما لپاره دا منل ستونزمن ښکاري چې هغه [جنرال حميد] دي د لومړي وزیر له اجازې پرته تللی وي... دا کارونه د لومړي وزیر له اجازې پرته ممکن نه دي."

د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونه پر جنرال فیض حميد د افغان طالبانو او نورو وسلوالو د ملاتړ تر څنګ په سیاسي چارو کې د مداخلت او د پخواني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ملګرتیا تورونه پورې کوي. خو نوموړي د هغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ډاکټر عرفان اشرف زياتوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جنرال فيض حميد له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې پاکستاني طالبان پاکستان ته راوستل او په دې کار کې جنرال باجوه او عمران خان ورسره شريک ول.

هغه وویل: " په دا تېرو دوو دريو کلونو کې چې د پښتنو کوم قتل عام او هدفي وژنې يا جبري لادرکۍ روانې دي، په دې کې په مستقيم ډول فيض حميد ککړ دی، ځکه هغه دغه وسلوال راوستل چې اوس يې بدامني جوړه کړې ده."

بل خوا په پېښور کې يو بل شنونکی شميم شاهد وايي چې پر جنرال فيض حميد يو تور دا هم دی چې هغه "تر تقاعد وروسته د پوځ له قانونه سرغړونه" کړې ده، خو د نوموړي په وينا، د جنرال حميد او له هغه سره ځينې نور پخواني پوځي افسران له عمران خان او د هغه له ګوند سره د اړيکو درلودو له امله نيول شوي دي.

بل خوا په پاکستان کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښو تر زياتېدو وروسته پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د ټي ټي پي خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت زياته کړې چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

بل خوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستانه د حملو ادعاوې رد کړې دي. هغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG