د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: افغانستان کې پاتې شوي امریکايي پوځي وسایل زمونږ امنیت ګواښوي


امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې پر افغانستان باندې طالبانو واکمنیدو دمخه یې د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات افغانستان ته برابر کړي وو.
امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې پر افغانستان باندې طالبانو واکمنیدو دمخه یې د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات افغانستان ته برابر کړي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغو پوځي سامان الاتو شتون ددغه هیواد امنیت او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۹ (سلواغې لسم) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او پر دغه هیواد باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې په ګډون تروریستي ډلې ددغو پوځي وسایلو څخه په تروریستي بریدونو کې کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پرمختللې وسلې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ددغه هیواد د ځواکونو د وتلو په پایله کې پاتې شوي دي، تل د پاکستان د امنیت او د اوسیدونکو د خوندیتوب لپاره د ژورې اندیښنې یوه مسله وه".

شفقت علي خان ویلي چې دغو پوځي وسایلو ته د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو د لاس رسي مسله یې په پرله پسې ډول د طالبانو د چارواکو سره شریکه کړې ده.

هغه ویلي: "مونږ په کابل کې پر حاکمو مقاماتو [طالبانو] په پرله پسې ډول غږ کړی چې ټول اړین ګامونه دې پورته کړي ترڅو دا وسلې غلطو لاسونو ته په لاس ورنشي.

په عین وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې امریکايي وسلو او تجهیزاتو ته د تروریستي ډلو لاس رسي ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې دا وسلې او تجهیزات په خوندي ډول ذخیره شوي دي.

ددغه حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هیچاته د دغو وسلو او تجهیزاتو څخه د ناسمې کارونې اجازه نشته.

هغه په دې تړاو ټولې خپرې شوې ادعاوې رد او بې اساسه بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ددغو څرګندونو دمخه ددغه هیواد د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم په ګډون یو شمیر لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو هم د تروریستي ډلو لاس ته په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو د لاس رسي په اړه اندیښنې څرګندې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانې ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۲۱ ( لیندۍ اول) خبریالانو ته ویلي و چې د امریکايي چارواکو سره یې د سیمې د امنیت او په افغانستان کې د امریکا د پوڅ د پاتې وسلو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تازه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا امریکا ته ددغو وسلو د ستنولو په اړه د څرګندونو وروسته کړي دي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ جمهور رئیس په توګه د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې، د جنوري ۱۹ (مرغومې۳۰) په واشنګټن ډي سي کې خپلو راټولو شویو زرګونو پلویانو ته په خبرو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځي تجهیزاتو د بېرته ستنولو په اړه هم خبرې کړې وې.

ټرمپ د بایډن حکومت تورن کړ چې "دښمن" ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي. هغه وویل:"...موږ خپل ټول پوځ بیا ورغوه او هغوی (بایډن حکومت) میلیادرونه میلیاردونه ډالر یې طالبانو ته ورکړل. دوی زموږ د پوځ د تجهیزاتو، یوه لویه برخه دښمن ته ورکړه..."

ټرمپ په څرګند ډول ونه ویل چې "دښمن" څوک دي، خو اشاره یې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته وه.

ټرمپ د جنورۍ میاشتې په اومه نېټه هم ویلي وو چې د امریکا حکومت طالبانو ته میلیاردونه ډالر کوي ورکوي او "باور نه شي کېدای. میلیونونه نه، بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي."

ټرمپ پرته له دې چې په دې اړه نور جزییات ورکړي، د جو بایډن حکومت ګرم بللی و چې متحده ایالات یې د هغه په خبره د ۵۰ څخه نیولې تر ۶۰ ټریلیون ډالرو شتمنیو څخه بې برخې کړي او نور نو "د دې اجازه نشي ورکول کیدای".

دمخه د پخواني جمهور رئیس جو بایډن د ملي امنیت شورا د ۲۰۲۱ کال د داګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په دغه هیواد کې د طالبانو لاس ته د امریکايي وسلو لاس رسی ادعاوې د خندا وړ بللی وې.

د طالبانو حکومت د تروریستي ډلو لاسو نو ته په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو د رسیدلو په اړه د اندیښنو په باب ویلي چې دا وسلې په خوندي ډول ددغې ډلې په زیرمنو کې ساتل کیږي او هیچا ته ددغو وسلو د خرڅولو او یا قاچاق کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت تیر کال په یو راپور کې ویلي وو چې د ۷.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او تجهیزات یې د طالبانو لاس ته د افغانستان د پریوتلو دمخه دغه هیواد ته چمتو کړي وو. ددغه وزارت د راپور له مخې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو دمخه نږدې ټول ډیر مهم نظامي وسایل چې په دغه هیواد کې د امریکا پوځ ترې کار اخیست یا تخریب کړي راو یا هم انتقال کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG