د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم دروازې تړل کېدو په اړه د پاکستان غبرګون: په خپله خاوره د هېڅ ډول تاسیساتو جوړول نه منو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم لار د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو لنډ مهالی حکومت د تورخم د سرحد د تړلو په علتونو باندې پوهیږي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ ( وږي ۲۰) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی د طالبانو د حکومت په اعلامیې باندې حیران شوي دي.

زهره بلوڅ ویلي: "پاکستان به هیڅکله د لنډ مهالي حکومت له خوا په خپله خاوره د هر ډول تاسیساتو جوړول ونه مني، چې د پاکستان له حاکمیت څخه سرغړونه اوسي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د سپتمبر په شپږمه کله، چې طالبان په تورخم کې د یوې غیر قانوني بیا رغونې څخه منع شول، هغوی ددې پرځای چې په سوله ییز ډول د مسلې هواری ولټوي په ډیرې بې رحمانه ډزې یې وکړې، چې نه یوازې یې پاکستاني سرحدي ځواکونه او د هغوی مورچلې په نښه کړې بلکې د میرمن بلوڅ د وینا له مخې په دغسې ډزو یې د پاکستاني او افغانستان د ملکي وګړو ژوند هم د ګواښ سره مخ کړ.

میرمن بلوڅ ویلي: "د پاکستان په سرحدي پوستو باندې په هر ډول شرایطو کې دغسې بې دلیله او بې تفاوته ډزې د توجیه وړ نه دي. د طالبانو د سرحدي ساتونکو ډزې تل ترورویستي عناصرو ته روحیه ورکوي لکه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو د کمیتې د څارنې او ارزونې ډلې له خوا په وروستي راپور کې تائید شوې، دا عناصر د افغانستان په دننه کې خوندي پناه ځایونه لري."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی تل ویلي، چې افغانستان سره سرحد یې د سولې او امن سرحد اوسي. همداشان دغه وزارت ویلي، چې پاکستان د اوږدو لسیزو راهیسې په دغه هیواد کې تل په خلاص زره افغانانو ته هرکلی ویلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ سپتمبر نهمه په یوه اعلامیه کې وویل، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو هغه مهال د طالبانو په امنیتي ساتونکو باندې ډزې وکړې، چې کله هغوی د پخواني امنیتي پوستې په بیارغونه بوخت و او د هغې وروسته یې د تورخم دروازه وتړله.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د تورخم سرحد تړل او په دغه سرحد کې د طالبانو په ځواکونو باندې پاکستاني سرحدي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیوب د اصولو پر خلاف بللي دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې له سیاست څخه د اقتصادي مسایلو په جداوالي باندې ټینګار کړی دی.

تکل ویلي: "په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل‌لارې ولټوي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي او نور مسایل اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د څو ورځو دمخه هند ته په لار د افغان سوداګرو په انځرو بار یوې لارۍ د سوځیدلو پیښې او هم د کراچۍ په بندر کې د حساس لست تر نامه لاندې د افغان سوداګر په سلګونو کانټینرو او موټرو درولو ته هم اشاره شوې او پاکستاني چارواکي یې د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو څخه په سرغړونو تورن کړي دي.

تکل ویلي: "متأسفانه د ټولو پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف، پاکستانی لوری ډېری وخت د کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځ ته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او میوو د رسېدو پرمهال په نه توجیه‌ کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د افغانستان او پاکستان تجارت زیانمنوي، بلکې د وروڼو ولسونو او هیوادونو تر منځ فاصلې زیاتوي، او د ټولې سیمې تجارت او ټرانزیټ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي".

تورخم کې د طالبانو کمیسار په دې جګړه کې د یو ملکي وګړي تپي کیدل تائید کړي دي. دمخه په دغه نښته کې دواړو خواو ته د زیاتو ځاني تلفاتو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.

دا لار د دوشنبې په ورځ د شپږمې ورځې لپاره هم د هرډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده. د تورخم د سرحد د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته په زیات شمیر مسافر او سوداګریزو توکو ډکې په سلګونو لارۍ د لارې د پرانیستلو شیبې شماري.

د سیمه ییزو رسنیود راپورونو له مخې تیره ورځ په لسګونه هغه لارۍ چې ترکاري او تازه میوه په کې بار وې د تورخم څخه بیرته جلال اباد ته ستنې شوي او په دغو لاریو کې بار ترکاري او تازه میوه یې د لا خرابیدو د اندیښنو له امله په خورا ټیټه بیه په دغه ښار کې لیلام کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG