د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی پلاوی د خبرو لپاره د شنبې په ورځ کابل ته ځي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د شنبې د ورځې په خبرو کې به د افغان اړخ مشري حکمت خلیل کرزی په غاړه ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د شنبې د ورځې په خبرو کې به د افغان اړخ مشري حکمت خلیل کرزی په غاړه ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ټاکل شوې د افغان حکومت چارواکو سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې میرمن تهمینه جنجوعه، په مشرۍ یو عالي رتبه پلاوی کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د میرمن جنجوعه په مشرۍ پلاوي کې د پاکستان پوځي او ملکي عالي رتبه مامورین هم شامل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ دمخه شوې موافقې پر اساس کابل ته سفر کوي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي "کابل ته د دغه پلاوي سفر د تروریزم سره د پریکنده مبارزې په برخه کې د دواړو هیوادونو د ژمنو، په ځانګړي ډول د تروریستانو د وروستیو غیرې انساني بریدونو په اړه د اندیښنو په تړاو او هم په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د رئیس د شوو خبرو په دوام ترسره کیږي".

د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د شنبې د ورځې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی د افغان پلاوي مشري وکړي.

دا اعلامیه وایي، په غونډه کې به دواړخیزې ژمنې وارزول شي او تمه چې دواړه خواوي به په ځانګړي پلان باندې چې په کې څرګند زماني چوکاټ او عملي اقداماتو ته ځای ورکړل شوی وي سره موافقې ته ورسیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي د چهارشنبې په ورځ په یو نااعلان شوي سفر اسلام اباد لاړل او هلته یې د پاکستان د صدراعظم په مشرۍ د دغه هیواد د پوځي او ملکي چارواکو سره په افغانستان کې د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه خبرې وکړي.

دغو دواړو افغان چارواکو له پاکستان څخه د خپل یو ورځیني سفر څخه بیرته کابل ته د ستنیدلو وروسته د پنجشنبې په ورځ یو ګډ خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د پاکستاني چارواکو سره خپلې خبرې جوړونکي وګڼلې او ویې ویل چې پاکستان موافقه کړې چې افغان حکومت سره د خبرو لپاره د شنبې په ورځ یو پلاوی کابل ته ولیږي.

د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي خبریالانو ته وویل،چې پاکستاني چارواکو سره یې د هغو تروریستانو د نومونو لیست هم شریک کړی، چې د ښاغلي ستانکزي پر وینا په افغانستان کې په وروستیو تروریستي بریدونو کې یې لاس لره.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک همدې خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل ، چې د تروریتسي فعالیتونو د مخنیوي لپاره پاکستان لوري ورته د یو ګډ عالي رتبه کاري ټیم د جوړولو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي برمک وویل "د پاکستان د آی اس آی رئیس او د کورنیو چارو وزیرپه مشخص ډول وړاندیز وکړ، د دې لپاره چې مونږ د دا ډول پیښو مخنیوی وکړو، د پاکستان او د افغانستان د حکومتونو ترمنځ په ډيره لوړه کچه یو میکانیزم جوړ شي، چې له هغې لارې وکولی شو استخباراتي معلومات سره شریک کړو".

دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته راځي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي، چې د طالبانو مرکز په پاکستان دی.

جمهور رئیس غني له پاکستان غوښتي چې د طالبانو پرخلاف دې اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د جمهور رئیس غني څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا سمه نه ده چې په افغانستان کې د روانې ناامنۍ ټول مسولیت په پاکستان واچول شي.

ښاغلي فیصل د افغانستان د بیا رغونې لپاره د سرمفتش د دفتر هغه راپور ته اشاره وکړه، چې په کې د دغه هیواد په شاوخوا ۴۰ فیصده خاوره کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو په اړه څرګندونې شوي دي.

همداشان محمد فیصل، په پاکستان کې د حقاني د شبکې او طالبانو د مشرانو شتون په کلکه رد کړ.

هغه وویل، چې افغان حکومت ورسره معلومات شریک کړي، چې پاکستان به ژر افغان حکومت خپل ځواب وسپاري.

XS
SM
MD
LG