د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړای شوی


اصف درانی د ۲۰۲۳کال د مې په مياشت کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو.
اصف درانی د ۲۰۲۳کال د مې په مياشت کې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړی استازی اصف درانی د سپټمبر له لسم (وږي ۲۰) څخه وروسته نور ددغه هیواد ځانګړی استازی نه دی او له دندې ګوښه کړای شوی دی

اصف درانی د ۲۰۲۳کال د مې په مياشت کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نوموړي د ګوښه کولو لامل نه دی په ډاګه کړی او اصف دراني هم د حکومتي اقدام په غبرګون کې لا تر اوسه څه نه دي ويلي.

اصف درانی تر هغه وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو چې پخواني استازي محمد صادق خان د ۲۰۲۳ کال په مارچ مياشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ کال په جون مياشت کې محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی و.

اصف دراني له طالبانو سره په کابل او دوحه کې په څو ناستو کې ګډون کړی و، خو ځينې شنوونکي وايي چې هغه د پاکستان او افغانستان پر اړیکو باندې کوم مثبت اغېز نه درلود. شنوونکي دا هم وايي چې له افغانستان سره د پاکستان ستراتيژي تر ډېره حده د پوځ په لاس کې وي او د دراني په لاس کې ډېرې لږ وسيلې وې.

دا لا څرګنده نه ده چې د اصف دراني ځای ناستی به څوک وي ځکه چې د ځانګړي استازي دنده نه یوازې له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمخ بیولو لپاره بلکې له نورو نړیوالو فورمونو سره د اړیکو لپاره هم مهمه ده.

اصف درانی ۳۳ کلنه تجربه لرونکی مسلکي ډيپلوماټ دی. نوموړی له ۲۰۰۵څخه تر ۲۰۰۹کال پورې په کابل کې د پاکستان د سفارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. د نوموړي مورنۍ ژبه پښتو ده خو په انګليسي، اردو او دري ژبو روانې خبرې کوي.

دراني په ایران او متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده. پر دې سربېره هغه په نوي ډهلي، نیویارک او لندن کې هم پر بېلابېلو ډیپلوماټیکو بستونو کار کړی دی.

اصف درانی په داسې وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي دنده پرمخ وړله چې د پاکستان د حکومت او په افغانستان کې د طالب واکمنو ترمنځ د تحريک طالبان پاکستان، د افغان کډوالو د شړلو ، د سرحدي لارو پر وار وار تړلو او پر دوه اړخيزه تجارت د پاکستان د محدوديتونو او شرطونو پر سر اړيکې ظاهراً ترينګلې شوې وې.

اصف دراني خبریالانو سره د کتنې پر مهال په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ته ملاتړ د برابرولو تورونه لګول او هم یې په پاکستان کې د روانو تروریستي فعالیتونو ترشا د هند د استخباراتو د ادارې لاس لرلو یادونه کوله.

د طالبانو حکومت لا د ښاغلي دراني د ګوښه کولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ددې دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د قطر په پایتخت دوحه کې یې د روان کال د جون په ۳۰ او د جولاې په اول د افغانستان په تړاو د دوحې ۳ غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري په غاړه لرله د اصف دراني په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سره د خپلو خبرو څخه رضایت ښودلی وو او ددغو خبرو د کوربتوب له امله یې له هغه څخه مننه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG