د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجاب دغورځېدلې الوتکې سپاره اسلام اباد ته ورسېدل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د پنجاب د څرخي الوتکې عمله خوشې شوې او اسلام اباد ته رسېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د وزارت د ویاند نفیس زکری له خولې په ویلي " دغه کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې د قبایلي مشرانو په منځګړتوب خوشي شوي او نن اسلام اباد ته ورسېدل. "

خو په اعلامیه کې ویل شوي نه دي، چې دغه کسان چا نیولي وو او څنګه یې بېرته پرېښودل شول، راپورونه وايي چې دغه کسان د څرخي الوتکې په واسطه اسلام اباد ته رسول شوي دي.

د اسوشیټډ پرس اژانس ته یو پاکستاني چارواکي ویلي چې د پنجاب د دغې غورځېدلې الوتکې شپږ پاکستاني سپاره او یو روسی پیلوټ په صحت روغ دي او کومه ستونزه نلري.

دغه الوتکه شاوخوا یوه اونۍ مخکې د افغانستان د لوګر په ولایت کې اضطراري ناسته وکړه، طالبانو بیا وروسته وویل چې د الوتکې عمله دوی نیولې ده.

پاکستاني چارواکو وویل الوتکه ازبکستان ته روانه وه او افغان حکومت هم وویل چې پاکستان د افغانستان له فضايي حریم نه د دغې الوتکې د تېرېدو اجازه غوښتې وه.

وروسته بیا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو پلاوی وټاکه، چې په دې اړه پلټنې وکړې.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

XS
SM
MD
LG