د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت اسلامي‌ مقدساتو ته د سپکاوي په تور د عمران خان د نیولو امر کړی 


د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران
د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي او د «نوي نسل د بې لارې کولو» په تور د عمران خان او د هغه د ګوند د یو شمېر لوړ پوړیو مقاماتو د نیولو حکم کړی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي دي چې د ښاغلي خان ځینو متحدینو په مدینه کې په «مسجد نبوي» کې پاکستاني مقاماتو ته سپکې سپورې ویلې او خلک یې د اسلامي مقدساتو سپکاوي ته هڅولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانې خپرې شوې چې په کې د پاکستان د حکومت ځینې لوړ پوړي مقامات ښودل کېږي‌ چې یو شمېر خلک پرې د «غل او غدار» چېغې وهي. دوی د پاکستان له نوي صدراعظم شهباز شریف سره سعودي‌ عربستان ته په رسمي سفر تللي‌ وو.

د کورنیو چارو وزارت دا کار اسلامي‌ مقدساتو ته سپکاوی بللی او له همدې کبله د عمران په ګډون «د هغه د ګوند ۱۵۰کسانو په ضد مذهب ته د سپکاوي قضیه» ثبت شوې ده. د پنجاب په فیصل اباد ښار کې د محمد نعیم په نوم یو کس د هغوی په ضد دا قضیه ثبت کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د پاکستان جیو تلویزون ته ویلي‌ دي چې « عمران خان په خپلو نفرت پاروونکو ویناګانو خلک د نبي کریم (ص) په مقدسه روضه کې د سپکاوي ناوړه عمل ته پارولي» دي.

نوموړي دا خبره هم کړې ده چې د ښاغلي خان ګوند ځینې مشخص کسان له بریتانیا څخه لندن د دغه کار لپاره استولي‌ وو.

نوموړي «په څرګندونو ټکو کې د عمران خان د نیولو اعلان» وکړ او وویل چې هغه تر «ټولو ستره فتنه ده چې نوی نسل بې لارې او ګمراهي خپروي».

پاکستاني رسنۍ وایي چې پولیسو په دې تړاو په ملي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یو غړی «راشد شفیق» چې د پاکستان د کورنیو چارو د مخکني وزیر شیخ رشید احمد وراره دی، هم نیولی دی.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې د عمران خان ګوند «تحریک انصاف» دا یو سیاسي اقدام او سیاسي‌ غچ اخیستل بللي‌ دي او پرې لګول شوي‌ تورونه یې رد کړي دي.

څو اوونۍ مخکې سیاسي ګوندونو ایتلاف وکړ او په قومي اسمبلۍ کې یې له عمران خان څخه د باور رایه بېرته واخیسته او د هغه حکومت یې ړنګ کړ.

XS
SM
MD
LG