د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: پاکستان هره ورځ له افغانستانه تر ۴۰۰ لارۍ پیاز او رومیان واردوي


پاکستاني چارواکي وايي، هره ورځ له افغانستان څخه تر ۴۰۰ لارۍ پورې تازه پیاز او رومیان دغه هیواد ته واردوي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان حکومت ځانګړي استازي محمد صادق د یکشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان هره ورځ له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورۍ لارۍ تازه رومیان او پیاز له افغانستان څخه واردوي.

هغه زیاته کړې: "افغان کروندګر له دې سوداګرۍ څخه د پام وړ ګټه پورته کوي."

د افغانستان په چارو کي د پاکستان د ځانګړي استازي په وینا په عادي کلونو کې دغه هیواد افغانستان ته زیات سبزیجات صادرول، خو سږ کال د سېلابونو له امله د پاکستان کرنیز محصولات له منځه وړل شوي دي.

هغه ټینګار کړی دی چې دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه ګټه ده او باید ترویج او وهڅول شي.

پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عامه اړیکو رئیس جان اقا نوید امریکا غږ ته وویل چې له ورځې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنه ترکاري له افغانستان څخه پاکستان ته صادریږي.

هغه وویل چې دغه صادارت د تورخم، غلام خان، او سپین بولدک بندرونو له لارې څخه پاکستان ته صادریږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه محصولاتو کې پیاز، رومیان، بادرنګ او پټاټې «الوګان» شامل دي. خو هغه د دغه صادراتو د ارښت په اړه د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته د افغانستان د محصولاتو د صادراتو زیاتېدو سره هم مهاله په کابل کې د یادو توکو بیې لوړې شوي دي. د علي حسین په نوم د کابل ښار یو ترکاري پلورونکي امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال یو کیلو رومیان په ۷۰ افغانۍ او یو کېلو ښه الوګان «پټاټۍ» په ۳۵ افغانۍ پلورل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو کیلو رومیان په ۳۵ افغانۍ او یو کیلو الوګان په ۲۵ افغانۍ و. علي حسین په ټینګار سره وویل که چیري یاد صادرات همداسې دوام پيدا کړي، په راروان ژمي کې به افغانستان له د دغه محصولاتو له کمښت سره مخ شي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې غړي خان جان الکوزي په دې اړه وویل: "موږ متوجه یو چې زموږ پر بازار منفي تاثیر ونکړي، په کابل کې بیې ټيټې دي ځکه موږ اجازه ورکوو چې صادر شي."

له افغانستان څخه پاکستان ته د سبزیجاتو په صادراتو کې پر داسې مهال زیاتوالی راغلی چې د وروستیو سېلابونو له امله د پاکستان زراعتي محصولات له منځه تللي دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د دغه هیواد د سوداګرۍ وزیر نوید قمر ویلي و چې هیواد یې له ایران او افغانستان څخه د سبزیجاتو د واردولو په اړه یوې هوکړې ته نژدې شوی دی.

XS
SM
MD
LG