د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د الکترونیکي رسنیو پر خبریالانو نوی بندیز ولګول شو


د پاکستان حکومت د هغه هیواد د تلویزیوني خپرونو د چلوونکو د نظر پر څرگندولو محدویت لگولی دی.

د پاکستان د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ٢٨ (لړم ٦) ویلي چې له دې وروسته پدې هیواد کې د تلویزیوني خپرونو چلوونکي حق نلري چې په خپرونو کې خپل نظر او موقف څرگند کړي او د هغوی رول باید یواځې د خپرونو چلولو ته ځانگړی وي.

پدغه اعلامیه کې همداشان راغلي دي چې د پاکستان د تلویزیوني خپرونو چلوونکي حق نلري چې په نورو سیاسي او تحلیلي خپرونو کې د کارپوه په توگه راڅرگند شي او خپل شخصي نظر بیان کړي.

د پاکستان د الکترونیکي رسنیو د تنظیم ادارې همداشان ددې هیواد رسنیو ته امر کړی چې د خپرونې د میلمنو او کارپوهانو په انتخاب کې پوره پام وکړي او د بحث وړ موضوع په اړه د هغوی پوهه او خبرتیا په پام کې ونیسي.

د پاکستان د الکترونیک رسنیو د تنظیم د ادارې دغه اقدام ددې هیواد د یو شمیر پیژندل شویو خبریالانو سخت غبرگون راپارولی دی.

د پاکستان د یو شخصي تلویزیون "جیو" د یو پروگرام کوربه او ژورنالست حامد میر په خپل ټویټ د پاکستان د رسنیو د تنظیم د ادارې پر دغه اقدام انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې دغه اداره زمونږ په قوانینو باندې ټوکې کوي او د خپرونو چلونکو ته لارښونه کوي چې د یو بل په پروگرام کې به نه ښکاره کیږي...".

د پاکستان د رسنیو د تنظیم اداره دغه نوې لارښونه پداسې حال کې اعلان کړې چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د پاکستان د مطبوعاتو مدیرانو، مالکانو او د خبریالانو سازمانونو په گډه د حکومت له خوا د "رسنیو د ځانگړو محکمو" د جوړولو پریکړه رد کړې او د حکومت له خوا پر رسنیو باندې د مخ په زیاتیدونکو بندیزونو یې اندیښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG