د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران په حکومت کې د مطبوعاتو آزادي – شته که نه؟


د پاکستان د صدراعظم عمران خان په حکومت کې د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه او دا چې امنیتي ادارې تر کومه حده په مطبوعاتو کنټرو لري، بیلا بیل نظرونه دي.

په پاکستان کې خبریالان د پخوا راهیسې د پوځي ادارو او واکمنانو سره ډغرې نه وهي، خو یو شمیر خبریالان وایي څومره چې رسنۍ او خبریالان د عمران خان په حکومت کې ځپل کیږي، په تیرو حکومتونو کې یې ساری نشته.

وتلی پاکستانی خبریال عمر چیما امریکا غږ ته وویل " پخوا به پوځ خبریالان تښتول، وهل به یې او یا به یې ورته ګواښ کاوه، خو د اوسني حکومت چلند بیا بیخي پیچلی دی."

د ښاغلي چیما په وینا حکومت اوس چینلونه بندوي، حکومتي اعلانات پرې بندوي، د مطبوعاتي ادارو مالکانو ته ګواښونه کوي او په ټولنیزو رسنیو کې د مستعارو حسابونو د لارې خبریالانو او مطبوعاتو ته سپکې سپورې ویل کیږي.

په همدې حال کې د ډاڼ ورځپاڼې مسؤل مدیر ظفر عباس وایي چې په اوس وخت کې د مطبوعاتو لپاره شرایط ځکه ډیر ګران شوی چې پوځ او حکومت دواړو ورته لاس یو کړی. ښاغلي عباس امریکا غږ ته وویل: " پخوا خبره معلومه وه او مونږ ښکاره ویلی شوی چې ځینې شیان د حکومت له ویرې نه وایو، خو اوس اکثریت مطبوعات دروغ او لږ ریښتیا سره ګډوي او څوک شکایت هم نکوي ځکه چې ټولو د حکومت غوښتنې منلي دي. "

بل پلو بیا هغه خبریالان او د مطبوعاتو چلوونکي چندانې اندیښمن ندي چې د عمران خان د ملي پالیسو نه راضي دي. د (هم نیوز) تلویزوني شبکې د خبرونو د څانګې مشر عامر ضیا امریکا غږ ته وویل چې د پخوا په پرتله په پاکستان کې مطبوعات بشپړه آزادي لري او زیاته یې کړه چې " مونږ اول پاکستاني او بیا خبریالان یو". خو ګڼ شمیر نورو پاکستاني خبریالانو بیا آمریکا غږ ته ویلي چې د عمران خان د حکومت په راتګ سره د مطبوعاتو لپاره وضعیت د بد نه بد تر شوی.

څه موده وړاندې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان واشنګټن ته راغلی و، دا خبره یې په ملنډو وکړه چې ګواکې په پاکستان کې مطبوعات آزاد ندي خو مشهور پاکستانی خبریال حامد میر وایي چې د مطبوعاتو د آزادي په هکله د عمران خان خبره په "بشپړه توګه غلطه ده".

حامد میر امریکا غږ ته وویل "عمران خان په امریکا کې ادعا کوي چې په پاکستان کې مطبوعات آزاد دي، خو دلته په پاکستان کې هغه حق لري چې یو تلویزوني شبکه بنده کړي او بې ځایه تورونه هم پرې ولګوي. د مطبوعاتو په ځپلو کې عمران خان د ټرمپ نه هم څو ګامه وړاندې دی. "

سرې کرښې:

خبریالان وایي چې د حکومت لخوا ورته سرې کرښې ورځ په ورځ زیاتیږي. دوي وایي امنیتي ادارو د عمران خان نه غوښتي چې مطبوعات کنټرول کړي او وزیران په منظم ډول حکمونه صادروي چې مطبوعات څه ووایي او څه ونه وایي.

ښاغلی عمر چیما وایي " د بي درکه شوي کسان، په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو مبارزه او د پوځ لخوا د بشري حقونو سرغړاونې د حکومت لخوا سرې کرښې ټاکل شوې".

XS
SM
MD
LG