د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا یو پاکستانی بانک جریمه کړ


د امریکا مالي تنظیمونکو د پاکستان د ملي بانک ( NBP) د نیویارک څانګه د پیسو د تطهیر له قوانینو څخه د سرغړونی او د مالي مقرراتو په پام کې نه نیولو له امله ۵۵ میلیونه ډالره جریمه کړه.

د امریکا د مرکزي بانکي سیستم او د نیویارک د ایالت د مالي خدمتونو د ریاست له خوا دغې جریمې د پاکستان د ملي بانک د اسهامو بیه د جمعې په ورځ د فبرورۍ ۲۵ ( د کب شپږمه) ۷ فیصده راټیټه کړه.

د امریکا د مرکزي بانکي سیستم په اعلامیه کې داسې ویل شویدي:" د پاکستان د ملي بانک، د بانکوالۍ فعالیتونو د خطرونو د تنظیم موثر پروګرام نه درلود او هم یې دومره موثر کنترول نه درلود چې د پیسو د تطهیر پرضد قوانینو سره مطابقت وکړي."

پاکستاني چارواکو ویلي چې د جریمو د ورکولو په هکله د امریکا له مالي تنظیمونکو ادارو سره توافق شوی او د پاکستان د ملي بانک د نیویارک په څانګه په قصدي توګه کوم خلاف کار ندی کړی.

د نیویارک د مالي خدمتونو د ادارې په اعلامیه کې راغلي دي :" د توافق له مخې د پاکستان له ملي بانک څخه غوښتل شويدي چې د خپلو پالیسو، د قواننیو د رعایت، د مشکوکو کړنو د څارنې او راپور ورکولو په ګډون دخپلو فعالیتونو یو مشرح پلان وړاندې کړي."

د پاکستان د ملي بانک له ۷۵ زیاته برخه د پاکستان د حکومت ملکیت دی.

د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د پیسو د تطهیر پرخلاف د مبارزې یوې نړیوالې پاریس میشتې ادارې (FATF) پاکستان په خړ لست کې شامل کړ، خکه داسې اندېښنې موجودې وې چې دغه هیواد د پیسو د تطهیر او د تروریستي فعالیتونو د تمویل د مخنیوي لپاره کافي کار نه کوي.

د پاکستان له حکومت څخه تمه کیږي چې دغې ادارې ته د هغو مالي تشو د ډکولو په برخه کې چې تروریزم ته ګټه رسوي، د شوي پرمختګ راپور د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې وړاندې کړي.

د تروریزم اندېښنې

د پاکستان په پوځ او د استخباراتو په ادارې له ډیر وخت راهیسې تور لګول کیږي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي او له دغو ډلو څخه په خپلو ګاونډیو هیوادونو هند اوافغانستان کې د خپلو ستراتژیکو اهدافو د پراختیا لپاره کار اخلي.

د اتلانتیک کونسل د څېړنیز مرکز څېړونکي جاوید احمد امریکا غږ ته په دې هکله وویل: "د پیسو د تطهیر د دې ډول جریمو په هسته کې د تروریزم د مالي تمویل د مخنیوي لپاره له وضع شویو مقرراتو څخه د پاکستان د مکررو سرغړونو اندېښنه ده."

هغه زیاته کړه:" که څه هم دا یوه کوچنۍ سزا ده، خو پاکستان د یوه لوی سهامي شرکت په توګه د تندلارو ډلو خپلو شبکو ته مشخصې مالي ژمنې لري. په دې توګه ښايي د کرپتو کرنسي د ډیجټلي اسعارو په کارولو د بانکي سیستم له کارولو ډډه وکړي او د پیسو د تطهیر پرضد له لګول شویو قوانینو سره تر یوه حده موافق پاتې شي."

پاکستاني چارواکي د تروریستي شبکو له ملاتړ څخه انکار کوي او زیاتوي چې هیواد یې په تیرو دوه لسیزو کې له تروریستي بریدونو سخت زیان لیدلی.

خو دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۲۰ کال د تروریستي فعالیتونو په رپوټ کې ویل شويدي چې پاکستان د ترهګرو ډلو د له منځه ړلو په ژمنه کې ډیر کم پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG