د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان د اتمانزو قومي جرګه: د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د شمالي وزیرستان د اتمانزو قومي جرګې پریکړه کړې ده چې د وزیرستان خلک دې د پاکستان د ازادۍ ورځ‌ (د اګست ۱۴مه) د تورې ورځې په توګه ونمانځي.

د اتمانزو جرګې یو غړی ډاکټر ګل علم د امریکاغږ ډیوه راډیو ته ویلي چې دا یوه قومي پریکړه ده او چې جرګه کومه پریکړه وکړي د پښتنود روایاتو له مخې هغه پریکړه بیا ټول قوم په شریکه عملي کوي.

ډاکټر ګل علم وویل، په قبائیلي سیمو کې د "ضرب عضب" پوځي عملیاتو وروسته دوی د تاریخ تر ټولو ناوړه ناامنۍ سره مخ دي. د هغه په وینا د "ضرب عضب" عملیاتو وروسته په سیمه کې له ۶۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي چې پکې قامي مشران، دیني علمان، مدني او سیاسی فعالان شامل دي.

د پاکستان حکومت دا شمیرې نه دي تائید کړي، خو د سیمې د انتظامیې پخواني مشر شاهد علي د تیر کال د جولایي په میاشت کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې سږ کال تر دې مهال په هدفي پېښو کې ۶۳ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال په نیمايی کې په شمالي وزیرستان کې "ضرب عضب" عملیات کړي وو.

ډاکټر ګل علم وايي د دوی یوازینۍ غوښتنه په علاقه کې په بشپړه توګه امن ټینګیدل دي، خو دا غوښتنه یې نه منل کیږي، نو ځکه قومي پریکړو کولو ته اړ شوي دي. د هغه په وینا د ناامنۍ له وجې خلک سخته اندیښنه لري او د علاقې کاروبار، تعلیم او نور عادي ژوند په ټپه ودریدلی دی.

بلخوا د ډیوه راډیو د رپوټ له مخې د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر ریاض سلیم د دفتر مقامات ادعا کوي له هغه وخته چې دا سیمې په صوبه کې شامل کړل شوي حالات پکې ښه شوي دي او په وینا یې تورن کسان نیول شوي او عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي .

خو د اتمانزو جرګه وايي، د ناامنیو په هدفي پېښو کې د وژل شوو کسانو اړوند قضیې د نامالومو کسانو پرضد درج شوي او په دغه پېښو کې ښکیل کسان نه نیول کیږي.

په سیمه کې د ملي جمهوري ګوند یو فعال جمال داوړ ادعا کړې چې "د دوسیې د جوړیدو وروسته بیا پلټنې نه کیږي او دا کار دا څرګندوي چې د یوې منصوبې لاندې د سیمې د خلکو نسل وژنه روانه ده. "

هغه وویل هره ورځ دوه او درې تنه "پټ مخي کسان وژني او بیا تښتي، په داسې حال چې په هر ځای کې په سړکونو، غرونو او کلیو کې د امنيتي عسکرو پوستې شته خو دا کسان چیرته پټ شي".

د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط د امریکا غږ ډيوه راډیو ته ویلي، "هره پېښه هدفي [برید] نه وي، په دې کې خلک په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغوی ته د هدفې وژنې نوم ورکوي. "

هغه وویل پولیس او نورې امنیتي ادارې یو شمیر کسان ګرفتار کړي خو بیا د هغوی پرضد څوک دعوا نه کوي او هغه کسان خوشي شي.

د اتمانزو د جرګې یو بل غړی ملک نصر الله وایي، دوی سره تیر کال د سیاسي ګوندونو په ډاډ د علاقې د امنیت د ټينګښت ژمنه شوې وه او دوی ته ویل شوي وو چې په دې اړه به ستاسو دا جرګه د ملک لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو سره لیدنې کوي او خپل دریځ به ورته وړاندې کوي .خو د هغه په وینا تر دې مهاله دوی سره نه چا رابطه کړې او نه د خلکو د حفاظت د پاره څه ګامونه اخستل شوي دي.

نوموړي وویل، د ازادۍ په ورځ به په سیمه کې خلک په کورونو، دوکانو او مارکیټونو تور بیرغونه لګوي او چې څوک دا پریکړه نه مني د هغوي پرضد به د قبایلي روایاتو سره سم جرمانې لګول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG